لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حوثي ياغيان عدن کې پرمختگ کوي،١٢ اولسي وگړي ووژل شول


 دسعودي عرب په مشرۍ ائتلاف دفضاء له لارې په تعز ښار کې حوثي مخالفو جنگيالو ته وسلې هم غورځولي دي.
دسعودي عرب په مشرۍ ائتلاف دفضاء له لارې په تعز ښار کې حوثي مخالفو جنگيالو ته وسلې هم غورځولي دي.

خبري ادارې رائيټرز پخپل يو راپور کې دځايې اوسيدونکو له خُلې وئيلي دي چې تيره شپه يمن کې شيعه حوثي ياغيانو دټينکونو اؤ ډزو له لارې عدن ښار کې ١٢ اولسي وگړي وژلي اؤ هغوي دښار دمرکز په لوري پرمختگ کوي.

دسعودي عرب په مشرۍ ائتلاف دفضاء له لارې په تعز ښار کې حوثي مخالفو جنگيالو ته وسلې هم غورځولي دي.

دسعودي په مشرۍ دعرب ائتلاف دفضائي حملو په ملاتړ مقامي جنگيالي ټول يمن کې دتيرې يوې مياشتې راهسې دايران پلوه حوثي ياغيانو خلاف په جگړه بوخت دي، حوثيانو دستمبر په مياشت کې په پلازمينه صنعاء قبضه کړې وه.

چارواکي اؤ ځايې اوسيدونکي وائي چې حوثيانو په حکومتي ودانو اؤ نزدې هاغو سيمو گوله باري کړې چې پکې دهغوي دوسله والو مخالفينو تر واک لاندې دي.

يو ځايې اوسيدونکي علي محمد يحي وئيلي دي نړۍ، ائتلاف اؤ ملگرو ملتونو ته زمونږ دگاونډ بچ کولو لپاره په فوري توگه گام اخستل پکار دي،

ځايې اوسيدونکي دا هم وائي چې دعرب ائتلاف په فضائي حملو کې دښار په خواؤشا کې دحوثي ياغيانو مرکزونه په نخښه کړل شوي دي.

دمقامي ميډيا درپورټونو ترمخه دسعودي جنگي جهازونو په عدن ښار کې يو کاروباري مرکز په نخښه کړى دى، دسعودي عرب سره دنزدې صوبې حجې په حرد ضلع کې يوه حکومتي وداني هم په نخښه کړل شوې ده.

په ٢١م اپريل رياض دپوځي عملياتو دلمړي پړاؤ پاې ته درسولو اعلان کړى ؤ، راپورونه وائي په دغو عملياتو کې تر دې مهاله خواؤشا ١٠٠٠ کسان وژل شوي، خو په نوي پړاؤ کې دسعودي عرب جنگي جهازونه ټول يمن کې په بيلا بيلو ځائيونو بمباري کوي.

دملگرو ملتونو ترمخه ټول يمن کې دتشدد اؤ جگړو له امله دبې کوره شوؤ اؤ بې ځايه شوؤ خلکو شميره د300,000ؤ څخه اوښتې ده.

ديمن دروغتيا دوزارت ترمخه ديوې مياشتې راهسې روانو دغو عملياتو کې تر دې مهاله ١٥٠ ماشومان اؤ خواؤشا ١٠٠ ښځې هم وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG