لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ پوهنتون دجرنلزم د څانگې استاد وژل شوی


چارواکي وايي دا وئيل به د وخت نه وړاندې وي چې د استاد د هدف کېدو علت څه دی .
چارواکي وايي دا وئيل به د وخت نه وړاندې وي چې د استاد د هدف کېدو علت څه دی .

د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې نامعلومو وسله والو د کراچۍ پوهنتون د جرنلزم د څانگې استاد (اسټنټ پروفېسر) سيد وحيدالرحمان په ډزو وژلی دی ، وحيدالرحمان د (ياسررضوي) په نوم ياد ؤ .

د کراچۍ پوهنتون د استاد وحيدالرحمان د وژنې د پښې په اړه د ښار د منځنۍ ضلعې د پوليس مشر اېس اېس پي نعمان صديقي وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، وحيدالرحمان په فېډرل بي ايريا علاقه کې د خپل کور نه په لږه فاصله لرې خپل گاډي کې پوهنتون پله روان ؤ ، چې ډزې پرې شوي او وژل شوی دی .

پوليس افسر ووئيل په موټر سائيکلو د څلورو نه شپږو پورې نامعلومه کسان راغلي او په استاد يې ډېر د نزدې نه ډزې کړي ځکه چې د کارتوسو شپږ خولونه د گاډي نه دننه ترلاسه شوي دي .

د نعمان صديقي په وېنا د استاد د پېښې د وژنې پلټنې يې پېل کړي دي ، او نوموړی وايي د هغه د شيعه فرقې سره تعلق نه ؤ.

چارواکي وايي دا وئيل به د وخت نه وړاندې وي چې د استاد د هدف کېدو علت څه دی .

د وژل شوي استاد مړی عباسي شهيد روغتون ته وړل شوی او د پېښې وروستو کراچۍ پوهنتون کې تدريسې عمل د دوه ورځو دپاره ځنډول شوی او د پوهنتون طالب علمانو د استاد د وژنې په ضد احتجاجي مظاهره هم کړې ده .

د ځايي ميډيا ترمخه خيال کيږي چې د مئ د مياشتې په شپږمه نېټه کراچۍ پوهنتون کې د بلوچ بې درکه کسانو په اړه د رياست او ټولنې د کردار په لړ کې د (ان سائيلنس بلوچستان ټېک ۳، په بلوچستان د خاموشۍ ماتولو) په نوم د يوې غونډې تابيا شوې ده ، او د وحيدالرحمان وژنه د دغه غونډې سره تړاؤ لري ، خو د پوهنتون سرچينې وايي چې د وژل شوي استاد د دې سره هيڅ تعلق نه ؤ .

د تېرې جمعې په شپه کراچۍ کې د (دې سيکنډفلور) په نوم يوې غېردولتې ادارې مشره سبين محمود هغه مهال وژل شوې وه ، چې کله هغه د (ان سائيلنس بلوچستان ټېک ۲) په نوم يوې غونډې کولو نه وروستو کور ته روانه وه .

د کراچۍ پوهنتون د مطبوعاتې څانگې ترمخه وحيدالرحمان په کال ۲۰۱۲م کې کراچۍ پوهنتون ته راغلی او له دې وړاندې په اردو يونيورسټۍ کې د جرنلزم استاد پاتې شوی او هغه د خبري ادارو سره د تکړه خبريال په توگه هم کار کړی دی .

د تېر کال ستمبر په مياشت کې هم د کراچۍ پوهنتون د اسلامي علومو د څانگې مشر ډاکټر شکيل اوج نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG