لاس رسیدونکی لینک

انډونيشياء کې داتوؤ کسانو دمرگ په سزا عمل درامد وشو


دشورو په ورځ دنائجيريا سره تعلق لرونکي څلور، اسټريليا دوه، برازيل يو اؤ يو مقامي وگړى دنوساکامبانگن جزيره کې موقعيت لرونکي جيل سره نزدې ځنگل کې دفائرنگ سکواډ له لارې ووژل شول.

انډونيشياء کې دنشه اي توکو داسمگل کولو په جرم کې داوؤ غيرملکيانو په گډون د٨ؤ کسانو دمرگ په سزا عمل درامد شوى اؤ داسټريليا اؤ برازيل له لوري ددغه گام په سختو ټکو کې غندنه شوې ده، دغو هيوادونو مجرمانو کې دشاملو خپلو وگړو دمرگ په سزا دعمل درامد دنۀ کولو خواست کړى ؤ.

دشورو په ورځ دنائجيريا سره تعلق لرونکي څلور، اسټريليا دوه، برازيل يو اؤ يو مقامي وگړى دنوساکامبانگن جزيره کې موقعيت لرونکي جيل سره نزدې ځنگل کې دفائرنگ سکواډ له لارې ووژل شول.

دانډونيشياء اټارني جنرل ايچ ايم پراسيتيو خبريالانو ته وئيلي دي چې” داتوؤ کسانو دمرگ په سزا ه يو وخت دشپې ٣٥ منټه دپاسه په ١٢ بجې عمل درامد وکړى شو“

ټاکل شوې وه نهو مجرمانو ته په دمرگ سزا ورکړل کيږي خو په هغوي کې ديو تن دمرگ په سزا عمل درامد په وروستو شيبو کې اودرول شو.

دهغې مور په وروستو شيبو کې دخپلې لور دمرگ په سزا دعمل درامد په اودرولو دخوشحالۍ څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي ورته باور نۀ کيږي چې اوس به يې لور ژوندۍ پاتې کيږي.

بل لوري ته اسټريليا دخواست باوجود دهغوي ددوؤ وگړو دمرگ په سزا دعمل درامد دنۀ اودرولو لپاره سخت احتجاج کړى اؤ دجکارتا څخه يې خپل سفير بيرته غوښتى، برازيل هم دوړاندې څخه خپل سفير بيرته غوښتى.

XS
SM
MD
LG