لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نريندرمودي اشرف غني ته وئيلي هند دافغان فوځ ملاتړ ته تيار دى


دافغانستان صدر اشرف غني دگل په شپه په درې ورځنۍ سرکاري دوره هند ته رسيدلى
دافغانستان صدر اشرف غني دگل په شپه په درې ورځنۍ سرکاري دوره هند ته رسيدلى

دافغانستان دصدرجوړيدو څخه وروستو دهند په لمړۍ درې ورځنۍ دوره تللي افغان صدر اشرف دهند وزيراعظم نريندر مودي سره دنهې په ورځ ليدنه کړې اؤ دامنيتي چارو ترڅنگ يې ورسره په بيلا بيلو مهمو معاملو خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان صدر اشرف غني دگل په شپه په درې ورځنۍ سرکاري دوره هند ته رسيدلى، دصدرجوړيدو څخه وروستو په تيرو اوؤ مياشتو کې هند ته دا داشرف غني لمړى سفر دى.

له دې وړاندې اشرف غني دپاکستان، چين اؤ سعودي عرب په دورو تللى ؤ.

دنهې په ورځ دهند دوزيراعظم نريندر مودي اؤ افغان صدر اشرف غني ترمينځ دخبرو اترو څخه دمخه دهند دخارجه چارو وزيرسُشماسواراج افغان صدر اشرف غني سره ليدنه کړې ده.

دهند وزيراعظم نريندر مودي دنهې په ورځ افغان صدر اشرف غني سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي دي چې دهغه هيواد دافغان امنيتي ځواکونو دتوان دسيوا کولو لپاره دمرستې دوامداره ساتلو ته تيار دى اؤ زياته کړې يې ده چې نوى ډيلى دافغانانو په مشرۍ دامن عمل دبرياليتوب شريکه گټه لري.

دنوي ډيلي په سفر تللي دافغانستان صدر اشرف غني اؤ دهغه هيئت سره دليدنې څخه وروستو خبريالانو ته دهند وزيراعظم وويل په دې خبره خوشحاله دى چې هغوي افغانستان ته درې هيلي کاپټرې ورکړي دکومو سره چې به دافغان ځواکونو په صلاحيتونو کې نوره اضافه هم وشي.

افغانستان کې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو ته داشارې په کولو سره دهند وزيراعظم وويل چې دا دافغانستان داساسي قانون په دائره کې دننه دتشدد دسيوري څخه پرته ترسره کول پکار دي

هغه اشرف غني ته وويل چې هند به تاسو اؤ افغان اولس سره دنړيوال ارزښت په مشن کې اوږه په اوږه گام اخلي

مودي وويل چې افغان صدر سره دافغانستان دبياجوړونې په تاريخي هڅو خبرې اترې کړي دي اؤ وئيل چې مونږ په هند کې دامن اؤ خوشحالۍ دمستقبل دلټولو په اړه دافغان اولس دارادې اؤ حوصلې ستائينه کوؤ اؤ زياته يې کړه چې هغوي دلويو چيلنجونو پرمخ کاميابيږي.

دهند وزيراعظم وويل دافغانستان اؤ هند ترمينځ اړيکې يواځې ددوؤ حکومتونو ترمينځ اړيکې نۀ دي بلکې دا ددوؤ زړونو ترمينځ دائمه اړيکه ده ، نريندر مودي وويل چې دهندوستان هراوسيدونکى دافغان اولس درناوى کوي.

دپاکستان دنوم اخستو څخه پرته مودي وويل چې ددې برياليتوب دگاونډيانو څخه يو مثبت اؤ تعميري سوچ ته اړتيا لري چې پکې دتشدد لپاره ملاتړ ته دپاې ټکى ايښودل هم شامل دي.

هغه وويل چې دترهه گرۍ له امله افغانستان ته رسيدونکى درد شريکوؤ اؤ زياته يې کړه چې تندلاريتوب ژوند تباه کوي اؤ دپرمختگ لاره نيسي.

مودي وويل چې افغانستان کې دثبات اؤ امن لپاره دصدر غني دنظر ملاتړ کوي.

همدغه شان اشرف غني وويل چې هغه دصدر جوړيدو څخه وروستو په لمړۍ مياشت کې دهند دوره کول غوښتل خو په هاغه وخت دهند وزيراعظم نريندر مودي ډير فعاله شيډول لرلو، اشرف غني وويل چې دهند سفر يې ځنډول نۀ غوښتل خو يو دوه اړخيزه مناسب وخته ته يې انتظار کولو.

اشرف غني وويل ترهه گري په ښې اؤ بدې ترهه گري کې نۀ شي پټيدى اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ مخنيوى پکار دى اؤ ورته ماتې ورکول پکار دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG