لاس رسیدونکی لینک

خيبرايجنسي : پوځ دلشکراسلام دوه مهم مرکزونه ترخپل واک لاندې راوستي


خو خيبرايجنسۍ کې دفعاله تندروه ډلې لشکراسلام ترجمان صلاح الدين ايوبي ډيوه ريډيو سره خبرو کې دا خبرونه رد کړي دي چې گنې پوځ ترې په مهمو مرکزونو سپاه اؤ اکاخيل قبضه کړې ده

دنهې په ورځ امنيتي سرچينو منلې ده چې افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې يې دتندروه ډلې لشکر اسلام دولقې لاندې دوه مهمې سيمې سپاه اؤ اکاخيل سيمې ترخپل واک لاندې راوستي دي.

امنيتي سرچينو دعوه کړې چې دخيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې امنيتي ځواکونو دغلته دفعاله جنگيالو په ضد عمليات ترسره کړي اؤ دلشکراسلام تر ولقې لاندې دوه مهم مرکزونه سپاه اؤ اکاخيل يې ترخپل واک لاندې راوستي.

خو خيبرايجنسۍ کې دفعاله تندروه ډلې لشکراسلام ترجمان صلاح الدين ايوبي ډيوه ريډيو سره خبرو کې دا خبرونه رد کړي دي چې گنې پوځ ترې په مهمو مرکزونو سپاه اؤ اکاخيل قبضه کړې ده اؤ دعوه يې کړې ده چې هغوي دغه دواړه سيمې دخپلې جنگي حکمت عملۍ لاندې پريښودي.

خو دلشکراسلام وياند دا په ډاگه نۀ کړه چې په داسې حال کې چې خيبرايجنسۍ کې دورانکارو په ضد دپوځ له لوري عمليات روان دي په دغسې صورتحال کې ديادو شوؤ مهمو مرکزونو دپريښودو حکمت عملي څه ده؟

که هر څو خيبرايجنسۍ کې ترسره شوؤ دغو تازه عملياتو کې تر دې مهاله تندلارو ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه کره معلومات نۀ دي ترلاسه شوي خو د سيمې خلک وائي چې په دغو پوځي عملياتو کې تندروه ډلې لشکر اسلام ته په لويه پيمانه مرگ ژوبله اوښتې ده.

سپاه سيمه دتندروه ډلې لشکراسلام دمشر منگل باغ پلرنۍ سيمه ده اؤ څيړونکي وائي چې دپوځ لخوا دغه مهمه سيمه تر خپل واک لاندې راوستل دلشکراسلام لپاره يوه لويه ضربه ده.

لشکر اسلام په خيبرايجنسۍ کې فعاله هاغه تندروه ډله ده چې په سيمه کې دخپلې خوښې اسلامي نظام نافذول غواړي، په امنيتي ځواکونو اؤ حکومتي اهلکارو حملې کوي، خيبرايجنسۍ کې يې له دې وړاندې خلکو ته دخپله اړخه سزاگانې ورکړي اؤ افغانستان کې دميشتو نيټو دځواکونو لپاره په وړل کيدونکو کنټينرونو يې حملې کړي دي.

سږکال دجنورۍ په مياشت کې دخيبرپښتونخوا حکومت دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله اؤ دلشکراسلام دمشر منگل باغ په گډون د٦١٥ؤ ترهه گرو پسرونو د٧٧٠ ملينو روپو انعام هم ويستلى ؤ.

دپاکستان پوځ تيرکال داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې دخيبرون په نوم عمليات وروستو له هغې پيل کړل چې دپوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه تيرکال دجون په مياشت کې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو څخه په گڼ شمير کې جنگيالي خيبرايجنسۍ ته وتښتيدل.

دپاکستان پوځ دخيبرايجنسۍ په عملياتو کې د٢٦٣ جنگيالو دوژل کيدو دعوه کوي اؤ وائي چې په دغو عملياتو کې يواځې ٣٥ؤ عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړى.

خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

XS
SM
MD
LG