لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دپوځ،حکومت اؤ امريکا لخوا دسبين محمود دوژنې غندنه


A man holds a chunk of prized maydi, the most expensive frankincense resin, in Mader Moge, Somaliland, Aug. 4, 2016. (J.Patinkin/VOA)
A man holds a chunk of prized maydi, the most expensive frankincense resin, in Mader Moge, Somaliland, Aug. 4, 2016. (J.Patinkin/VOA)

د پاکستان ساحلي ښار کراچۍ کې ديوې ټولنيزې کارکوونکې سبين محمود په وژنه دسياسي اؤ ټولنيزو حلقو اؤ پوځ ترڅنگ دامريکا له لوري هم دافسوس څرگندونه شوې اؤ ددغه پيښې غندنه يې کړې ده.

د کراچۍ ښار ډيفنس سيمې د پوليس مشرکېنس ډين په وېنا ، د غېردولتي ادارې مشره سبين محمود په داسې مهال په هدف کړی شوې ده ، چې کله هغه په خپل دفتر کې د يو سيمينار ختمېدو نه وروستو کور ته روانه وه . په هغې باندې نامعلومو موټرسائيکل سورو وسله والو ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې هغه وژل شوې او هغې سره يې ملگرې مور ژوبل شوې ده .

د وزيراعظم نواز شريف په گډون دپاکستان دسياسي گوندونو مشرانو ددې پيښې غندنه کړې ده .

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه دخالي په ورځ په ټوئټر يو پيغام کې وئيلي دي چې پوځ دسبين محمود دوژنې غندنه کوي اؤ دهغې کورنۍ سره په غم کې شريک دى .

هغه وئيلي دي چې انټلي جنس ايجنسو ته امر شوى چې ددغه پيښې پلټنو کوونکو ادارو سره دې هر رقم ممکنه مرسته وکړي ترڅو ذمه واران دقانون منگولو ته راکش کړل شي .

اسلام اباد کې دامريکائي سفارت خانې څخه جاري شوي يو بيان کې دسبين محمود د قتل اؤ د هغې د مور د ژوبل کيدو دپيښې سخته غندنه شوې ده.

د غېردولتې ادارې "دې سېکنډفلور(ټي ټواېف)" مشرې سبين محمود په وژنه پاکستان کې د بشري حقونو د کمېشن (اېچ ار سي پي) مشره زهره يوسف وايي ، پاکستان کې دا يوه لړۍ پېل شوې ده چې څوک هم د بشري حقونو دپاره غږ پورته کوي هغه اواز غلی کولی .

وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې زهره يوسف ووئيل ، "سبين محمود په خپله اداره کې خلکو ته ځايې ورکړی ؤ او هلته به په هرقسمه موضوعاتو باندې ډاگيزې خبرې کېدې هغه که سياسي او ثقافتي وې دا ډېره افسوسناکه پېښه ده ، چې څوک د انساني حقونو او ازادۍ خبره کوي ژوند يې په خطره کې پرېوځي" .

نوموړې ووئيل دا ملک ډېر خطرناک شوی دی ، دوه کاله وړاندې په کراچۍ کې د يوې بلې غېردولتې ادارې اورنگي پائيلټ پراجيکټ مشره پروين رحمان په ډزو ووژل شوه هغې به د غريبو خلکو د حقونو او ځمکو مسلې راپورته کولې . او يو نيم کاله وړاندې په ملتان کې د ايچ ار سي پي کوارډينيټر راشدرحمان چې د توهين رسالت د
سپکاوي يو کېس دفاع يې کوله په هدف کړی شو .

په سوشل ميډيا ټويټر باندې هم نه يواځې پاکستان کې بلکې د بهر هېوادونو خلکو د سبين رحمان د وژنې غندنه کړې ده .

د ټي ټواېف مشره تېره شپه وروستو د هغې وژل شوې چې د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوؤنکي تنظيم وائس فاربلوچ مسنگ پرسن مرستيال مشرماما قديربلوچ او هغه سره دوه نورو ملگرو فرزانه مجيد او ميرمحمدعلي تالپور ته يې د "ان سائيلنس بلوچستان ټېک ټو" يا په بلوچستان د خاموشۍ ماتولو په نوم يوه غونډه راجوړه کړې وه .

په دغه غونډه کې چې سينئرخبريال وسعت الله خان هم گډون کولو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي د غونډې او پېښې په اړه ووئيل ، دا کره خبره نه ده خو زما په خيال دغه پېښه د بلوڅانو په اړه د راجوړې غونډې سره تړاؤ لري ځکه چې له دې وړاندې دغه رنگ سيمينار د لاهور يونيورسټې اف منېجمنگ سائنسز(لمز) کې ځنډول شوی ؤ .

د ټي ټو اېف په غونډه کې کوم ډول خبرې شوي ؟ نوموړی وايي " ټولې هغه خبرې شوي چې د څو کالونو راهسې چاپ کيږي او هر ځايې پرې بحثونه کيږي هرچاته معلومه ده چې د ماما قدير موقف څه دی او هر څوک خبر دي چې دلته ميډيا د کومو مسلو سره مخ ده او زما په خيال دا کار د سيمينار په خبرو نا بلکې په دې شوی دی چې دا سيمينار ولې وشو ".

هغه ووئيل ټولې زړې خبرې تکرار شوي او زه د يو خبريال په حېث د دې دپاره بلل شوی ووم چې ولې ميډيا د بلوڅانو کوريج نه کوي ميډيا د کومې ويرې سره مخ ده .

وسعت الله خان وايي پاکستان کې د بشري حقونو دپاره کارکوؤنکي، وکيلان او په تېرو ۱۰ کلونو کې تر ټولو زيات خبريالان وژل شوي دي چې زياته شمېره پکې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان د صحافيانو ده . نو څرگنده ده چې دويې د خپل قلم په وجه وژل شوي دي او دا يقيني خبره ده چې دلته د خبرې کولو، ليکلو او اورېدو ځايې او زغم کميږي .

زهره يوسف وايي دلته ماحول داسې جوړ کړی شوی چې د بشري حقونو دپاره غږ پوره کوؤنکي ټول کسان د ويرې سره مخ دي ، " دويې ته زياتره د وسله والو ډلو لخوا گواښونه وي او په ځينو کېسونو کې د مدني ټولنې غړو ته د استخباراتي ادار لخوا دهړکې ورکول کيږي".

نوموړې وايي د پاکستان غټو ښارونو کې حالات څه قدرې ښه دي خو په بلوچستان او قبائيلي سيمو کې خبريالان بيا د ډېرو گواښونو سره مخ دي .

د ټي ټو اېف د مشرې د وژنې مقدمه د ترهگرۍ د دفعو لاندې درج کړی شوې او چارواکي وايي د هرې زاوئي نه د کېس پلټنې کوي . او تراوسه پورې د پېښې زمه واري چا نه ده قبوله کړې .

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:03 0:00

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG