لاس رسیدونکی لینک

دکنټونمنټ بورډونو انتخاباتوکې زياتې چوکۍ مسلم ليگ(ن)گټلي


د کنټونمنټ بورډونو د انتخاباتو په مهال د ملک په مختلفو برخو کې د سياسي ډلو د غړو ترمينځ د نښتو پېښې هم رامنځته شوي دي .

دپاکستان په ۴۳ کې په ۴۲کنټونمنټ بورډونو کې د خالي په ورځ په ترسره شوؤ بلدياتي انتخاباتو کې مسلم ليگ (ن) ډلې تر ټولو زياتې چوکۍ گټلي دي .

د سرکاري ميډيا ترمخه مسلم ليگ (ن) ډله د ۶۷ چوکو سره په لمړي نمبر ، پاکستان تحريک انصاف د ۴۳ چوکو سره په دويم او متحده قومي مومنټ ډله د ۱۹ چوکو گټلو سره په درېم نمبر راغلې ده .

پاکستان پيپلزپارټۍ په اووه ، جماعت اسلامي په پينځه ، عوامي نيشنل پارټۍ په دوه او په ۵۷ چوکو ازاد کانديدان کامياب شوي دي .

د کنټونمنټ بورډونو د انتخاباتو په مهال د ملک په مختلفو برخو کې د سياسي ډلو د غړو ترمينځ د نښتو پېښې هم رامنځته شوي دي .

دکنټونمنټ بورډونو انتخاباتو کې په مجموعي ډول ١٠٥٩ اميدواران برخه اخستې چې پکې ٦١٠ ازاد حيثيت کې اؤ ۵۴۱ اميدواران د بيلا بيلو گوندونو څخه شامل وو .

دغو انتخاباتو کې د١٨ؤ زرو څخه زيات ووټران خپل درايې حق استعمال کړى .

ټول پاکستان کې دکنټونمنټ بورډونو انتخاباتو لپاره ١٢٢٥ درائيو اچولو مرکزونه جوړ کړل شوي وو چې پکې ١٣٠ زيات حساس اؤ ١١٠ حساس گرځول شوي وو.

دې انتخاباتو کې تحريک انصاف ترټولو زيات اميدواران نومولي چې شمير يې ١٣٧وو ، همدغه شان دمسلم ليگ(ن) ١٢٨، دپيپلز پارټۍ ٨٩، دجماعت اسلامي ۷۴، دمتحده قومي موومنټ ٢٧ اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ ١٣ اميدواران انتخاباتو کې برخه اخستې ده .

اليکشن کميشن اسلام اباد کې خپل مرکزي دفتر کې ددغو انتخاباتو دڅارنې په اړه يو ځانگړى سيل هم جوړ کړى ؤ .

دامن وامان دپځايې ساتلو لپاره دپاکستاني پوځ ١٢ زره اؤ ٤٠٠ عسکر پځايې کړل شوي اؤ د کومې ممکنه بدې پيښې مخنيوي لپاره په زيات شمير کې پوليس هم تعينات کړل شوي وؤ .

XS
SM
MD
LG