لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ: سماجي کارکوؤنکې سبين محمود په ډزو وژل شوې


سبين محمود روغتون ته د وړلو په مهال لار کې ساه ورکړې ده ، او مور يې په ژوبل حالت کې روغتون ته وړل شوې ده .

د پاکستان سترصنعتي ښار کراچۍ کې د جمعې په شپه نامعلومو وسله والو د ېوې غېر دولتې ادارې مشره سماجي کارکوؤنکې سبين محمود په ډزو وژلې ده .

د پوليسو په وېنا دغه پېښه د ښار په خوندي سيمه ډېفنس فېز ټو کې د شپې په نهه بجې رامنځته شوې ده . او سبين محمود د خپلې مور سره په گاډي کې کور پله روانه وه چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې .

سبين محمود روغتون ته د وړلو په مهال لار کې ساه ورکړې ده ، او مور يې په ژوبل حالت کې روغتون ته وړل شوې ده .

وژل شوې سماجي کارکوونکې په ډېفنس کې د "دې سېکنډفلور، ټي ټو اېف" په نوم د خېرښېگړې يوه غېر دولتې اداره جوړه کړې وه ، او هلته به يې د مدنې ټولنې سره بېلابيلې دستورې او ناستې راجوړولې .

سبين محمود تېره شپه هم په داسې مهال وژل شوې ، چې نوموړې د بلوچستان د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوؤنکې تنظيم وائس فار بلوچ مسنگ پرسنز د مشر ماما قدير بلوچ او د هغه د ملگرو سره يوه ناسته راجوړه کړې وه . او د دغې ناستې وروستو چې کله هغه کور ته تله نو په لار کې پرې ډزې شوي دي .

راپورونه وايي سبين محمود ته له دې وړاندې دهړکې هم ورکړل شوې وې .

د سماجي کارکوونکې وژنه سياسي مشرانو او د مدنې ټولنې خلکو غندلې ده ، او د سندهـ صوبې وزيراعلی قائم علي شاه د پېښې نوټس اخيستی دی .

د کراچۍ پوليس وايي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .

XS
SM
MD
LG