لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سفير منظوروالحق واېي پاکستان غواړي د یمن شخړه بې تاوانه حل شي


تیره ورځ د پاکستان وزیراعظم نوازشريف د سعودي عرب پاچا سلمان بن عبدالعزيز او نورو لوړپوړو چارواکو سره په د سعودي عربستان په سر ښار ریاض کې ليدلي دي - په سعودي کې د پاکستان سفير د ډیوه ریډیو سره خبرو په مهال ویلی دي کله نه چې په سيمه ( منځني ختيز) کې حالت خراب شوي دي پاکستان سره فکر مل دی چې دا حالات په امنناکه طريقه سره زر او بې تاوانه حل شي- سفير ښاغلي منظورالحق اوویل چې وزيراعظم منځني ختيز په روانو حالتودلته څو ځله رابطې او خبرې شوي دي- ښاغلې سفیر واېي چې د پاکستان او سعودي ډیر نزدی تعلقات دي او پاکستان دا غواړي چې د سعودي خاوری ته دې څه خطر پېښ نه شي- هغه زیاته کړه مونږ نه غواړو چې سعودي دې په خطر کې وي-

سفير ښاغلي منظورالحق د یوې پوښتنې په ځواب کې اوویل چې په سيمه کې خرابیدونکي حالت د چا په حق کې هم نه دي او د پاکستان مشران غواړي چې په څه طريقه هم دا شخړه هواره شي- هغه زیاته کړه چې د پاکستاني مشرانو سعودي ته سفر هم ددغه خواهش یوه کړۍ وه -

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف سره د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او د هیواد د دفاعي چارو مرکزي وزير خواجه اصف هم د سعودي عرب په سفر وو- د پاکستان خارجه دفتر په یو بیان کې ویلي دي د سعودي عرب خودمختاري او علاقايي امن د پاکستان دتگ لارې برخه ده ، او که څوک د سعودي عرب کمزوري کولو هڅه کوي نو پاکستان به غلی پاتې نه پاتې کیږي .

سفير ښاغلي منظوروالحق اوویل چې په سعودي کې د شلو لکو نه زیات پاکستانیان پاتې کیږي- هغه دعوا وکړه دا په کوم بهرني هېواد کې د پاکستانیانو تر ټولو لویه شمیره ده- ښاغلي سفير اوویل دلته میشت پاکستانیان د دواړو ملکونو په معيشت کې لویې کردار اد کوي هغه اوویل د واړو هیوادونو په تعلقاتو کې پاکستانیان د پل کردار لوبوي او ددغه خبری احساس د دواوړو هیواددونو مشراونو ته شته دی-

د سفير ښاغلي منظورالحق سره دډ یوه همکار رحمان بونیري مرکه واورئ

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:06:59 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG