لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به سعودي عرب ته په راپېښو خطرو غلی نه پاتې کيږي،دفترخارجه


د سعودي عرب خودمختاري او علاقايي امنيت د پاکستان د پاليسۍ برخه ده ، او که څوک د سعودي عرب غېرمستحکم کولو هڅه کوي نو پاکستان به پرې غلی پاتې نه شي .
د سعودي عرب خودمختاري او علاقايي امنيت د پاکستان د پاليسۍ برخه ده ، او که څوک د سعودي عرب غېرمستحکم کولو هڅه کوي نو پاکستان به پرې غلی پاتې نه شي .

د پاکستان ددفترخارجه لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې وزيرعظم نوازشريف د زيارت په ورځ د سعودي عرب باچا سلمان بن عبدالعزيز او نورو لوړپوړو چارواکو سره ليدلي دي . د دې ترڅنگ نوازشريف د يمن صدر منصورالهادي هم ملاقات کړی دی .

د دفترخارجه د بيان ترمخه وزيراعظم د سعودي مشرانو سره ملاقاتونو کې د سيمې او منځني ختيز امن ته راپېښو گواښونو باندې د پاکستان اندېښنه څرگنده کړې ، او د دې خبرې په يقيني کولو زور راوړل شوی چې سيمه نوره د ترهگرو او غېررياستي عناصرو لاس ته لاړه نه شي .

د وزيراعظم نوازشريف سره د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف او د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف هم د سعودي عرب د دفاع وزير او نورو چارواکو سره ليدلي دي

د خارجه دفتر د بيان ترمخه د سعودي عرب خودمختاري او علاقايي امنيت د پاکستان د پاليسۍ برخه ده ، او که څوک د سعودي عرب غېرمستحکم کولو هڅه کوي نو پاکستان به پرې غلی پاتې نه شي .

نوازشريف وئيلي پاکستان به سعودي عرب ته راپېښېدونکې هرې خطرې ته کلک ځواب ورکوي . او پاکستان د حوثي ياغيانو لخوا د يمن حکومت ختمولو او تشدد غندنه کړې ، او په دغه عمل کې يې په بهرنۍ لاس وهنه خفگان څرگند کړی دی .

پاکستان او سعودي عرب په دې خبره متفق شوي چې د تشدد د لارې د رياستي عملدارۍ د مخنيوي هڅه به کوي ، ځکه چې دغه ډول خطرناک عمل به منځنی ختيز غېرمستحکم کړي او دا به په نړۍ کې د موجودو جنگيالو حوصلې افزايي وکړي .

د دې ترڅنگ وئيل شوي چې د دې کار د مخنيوي يواځينۍ زمه واري د سعودي عرب په مشرۍ د ائتلاف نا بلکې دا د نړېوالۍ ورولۍ زمه واري ده چې ماتې ورته ورکړي .

د دفترخارجه ترمخه پاکستان د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف سره يمن کې د حکومت د بحالۍ او د حوثي ياغيانو د پلازميني صنعا پرېښودو ملاتړ کړی ، او پاکستان په يمن کې د متاثره خلکو د مرستو کولو پېشکش هم کړی دی .

د دې ترڅنگ پاکستان د يمن د شخړې په پُرامنه توگه د هوارولو په لړ کې د کردار ادا کولو خوښي څرگند کړې او وئيلي يي دي چې په دغې لړ کې د ملگرو ملتونو د قرارداد ۲۲۱۶ ملاتړ کوي .

د خارجه دفتر د بيان ترمخه د دواړو هېوادنو خلک د هرقسمه ترهگرۍ غندنه کوي او پاکستان او سعودي عرب د دفاع ، امنيت او استخباراتي مرستو په زياتولو صلاح شوي دي .

د سعودي عرب باچا سلمان بن عبدالعزيز او وزيراعظم نوازشريف په ليدنو کې شوؤ خبرو باندې اطمنان څرگند کړی او نوازشريف د سعودي عرب باچا ته د پاکستان راتلو بلنه هم ورکړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG