لاس رسیدونکی لینک

پېښور:بمي چاؤدنه کې پينځه پوليس ژوبل شوي


چارواکي پوليس د عام معمول د گزمې په ډيوټۍ مامور ؤ چې بمي چاؤدنه پرې شوې ، او پينځه پوليس پکې ژوبل شوي دي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې سرښار پېښور کې نن د جمعې په ورځ سحر د پوليس په يو گاډي بمي چاؤدنه شوې ، چې په نتيجه کې يې پينځه پوليس ژوبل شوي دي .

د پوليس چارواکو په وېنا دغه پېښه د پېښور په گلبهار سيمه کې رامنځته شوې ده ، او د سړک غاړې ته ښخ شوی بم د پوليس د کوئيک رسپانس فورس په گاډي باندې چاؤدلی شوی دی .

چارواکي پوليس د عام معمول د گزمې په ډيوټۍ مامور ؤ چې بمي چاؤدنه پرې شوې ، او پينځه پوليس پکې ژوبل شوي دي .

د بم ناکاره کوؤنکي سکوارډ ترمخه په چاؤدنه کې دوه کلو بارودي مواد کارول شوي ، او بم په ريموټ چاؤل شوی دی .

پېښه کې ژوبل شوي پوليس ليډي ريډنگ روغتون ته وړل شوي ، او راپورونه وايي د ژوبلو روغتيايي حالت ډېر ښه نه دی .

پوليس د چاؤدنې وروستو علاقه په گېره کې اخيستې ، او د لټون عمليات يې پېل کړي دي .

XS
SM
MD
LG