لاس رسیدونکی لینک

په کراچۍ کې ضمني انتخابات او د پاکستان مطبوعات


ځاي ميډيا په دغه حلقه د اېم کيواېم او پي ټي ائي سره د جماعت اسلامي جلسو ته داسې کوريج ورکړو چې نور مهم خبرونه او ډېرې مسلې يې شاته کړې .

په کراچۍ ښار کې د قامي اسمبلۍ په حلقه نمبر ۲۴۶چې د کله نه اليکشن کمېشن د ضمني انتخاباتو اعلان کړی ؤ ، او بيا د سياسي پارټو لخوا د ضمني انتخابونو پورې چې څومره ټاکنيز کمائن چلېدلی نو د پاکستانۍ ميډيا زيات خبرونه هم د دغه حلقې جلسې جلوسونه وو . او په ميډيا کې به هم په دغه حلقه څيړنې او بحثونه کېدل .

څيړونکي وايي دا خبره په خپل ځايي ده چې دا حلقه (اېن ای ۲۴۶) وروستو د هغې د اهميت وړ وگرځېده ، چې کله د پيپلزپارټۍ نه په متحده قومي مومنټ(اېم کيواېم) ډله کې شامل شوي نبيل گبول د دغه چوکۍ نه استعفی ورکړه . او په خپله يي په دغه حلقه شوؤ ټاکنو کې د درغلۍ انکشافونه وکړل .

څيړونکی نديم اېف پراچه وايي زما په خيال د اېم کيواېم ډلې په مرکز نائن زيرو د رېنجرو د چهاپې وهلو وروستو د خلکو په دغه حلقه کې شوق زيات شوی ؤ ، خو نوموړی وايي ځاي ميډيا په دغه حلقه د اېم کيواېم او پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) سره د جماعت اسلامي جلسو ته داسې کوريج ورکړو چې نور مهم خبرونه او ډېرې مسلې يې شاته کړې .

"اؤ زه دا وئيلی شم چې د حساب نه زيات کوريج ورته ورکړی شوی او نوموړی زياتوي چې دلته په ځانگړې توگه د شخصي ټي وي چېنلو مسله دا ده چې هغويې کاروبار کوي او هغه څيز چلوي چې ريټنگ يې پرې زياتيږي".

نديم اېف پراچه وايي چې په دغه حلقه کې ځايي ميډيا هغه کردار تکرار کړو لکه څنگه چې يې په اسلام اباد کې د عمران خان دهرنا لکه د ډرامې د قسطونو چلوله اوبل هډو خبر نه چلېدو .

دغه رنگ څيړونکی نويدحسېن وايي د کراچۍ په اېن ای ۲۴۶ حلقه کې د اېم کيواېم ډلې مرکز نائن زيرو موقعيت لري ، او نوموړی زياتوي چې په تېرو انتخابونو کې تل د نورو سياسي ډلو لخوا په اېم کيواېم ډله په ټاکنو کې د درغلۍ تورونه لگېدلي ، نو ځکه دا ضمني انتخابات مهم گرځېدلي ؤ ، خو دومره هم نه ؤ څومره چې په ميډيا وړاندې کړی شو .

"په دې ټولو حالاتوکې دا اليکشن مهم ؤ خوبيا به هم زه دا اووايم چې څومره کورېج دې ته زمونږ اليکټرونک ميډيا ورکړو دومره کوريج نه ؤ پکار، دا په يو سيټ ضمني اليکشن ؤ او داسې ښکاره کړی شو چې دا په پوره کراچۍ ضمني اليکشن ؤ".

د کراچۍ يو بل سينئرخبريال ضياالرحمان وايي په کراچۍ کې د مطبوعاتي ادارو دفترې دي او دا اقتصادي ښار دی ، ځکه مطبوعاتي ادارې د خپل کاروبار دپاره د کراچۍ خبرونو ته اهميت ورکوي .

"د دې ټوله مسله دا ده چې کراچۍ د ميډيا مرکز دی د دويې دلته دفترې دي اشتهارونه دي کاروبار دی ، او په کراچۍ کې چې يو کس مړ شي نو د هغه کوريج ډېر دی او پښتونخوا او بلوچستان کې چې ۲۰ کسان مړه شي د هغوي کوريج نه وي په ځايي ميډيا کې دا ډېر زوړ روايت دی".

​د کراچۍ د ضمني انتخاباتو په اړه په سوشل ميډيا باندې هم د ځايي ميډيا د کردار په اړه تود بحث روان دی ، يو کس منصورعلي خان په ټويټر وايي د سياسي ډلو د مقابلې نه زياته مقابله د ټي وي چېنلو ده .

او يو بل کس فېصل رانجا د ټي وي

​کمپائن په اړه ټويټ کړی دی چې ،

د کراچۍ ښار په اېن ای ۲۴۶ حلقه باندې په سختو امنيتي گامونو کې ضمني انتخابات ترسره شوي ، چې پکې په پولينگ سټېشنو کې د څارني دپاره کېمرې او د رېنجرو عسکر ځايي په ځايي کړی شوي وو .

رېنجر چارواکو د جعلي ووټونو په تور کې دوه پريذائيډنگ افسران او دوه نور عام کسان نيولي دي ، او هغويې ته يې د قېد سره د جرمانې سزا اورولې ده .

په دغه حلقه کې د اېم کيواېم ، پي ټي ائي او جماعت اسلامي سره د ۱۵ کانديدانو ترمينځ مقابله شوې ده . د غېرسرکاري او غېرختمي نتيجو ترمخه د اېم کيواېم کانديد کنورنويدجميل په لمړي نمبر ، د پي ټي ائي عمران اسماعيل په دويم او د جماعت اسلامي راشدنسيم په درېم نمبر دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG