لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ ضمني انتخابات د اېم کيواېم کانديد گټلي


د سندهـ صوبې د اليکشن کمېشن د چارواکو په وېنا د دغه چوکۍ دپاره د ۱۵ کانديدانو ترمينځ مقابله شوې ده ،
د سندهـ صوبې د اليکشن کمېشن د چارواکو په وېنا د دغه چوکۍ دپاره د ۱۵ کانديدانو ترمينځ مقابله شوې ده ،

په کراچۍ ښارکې د قامي اسمبلۍ په حلقه نمبر ۲۴۶ باندې د زيارت په ورځ ترسره شوي ضمني انتخابات د متحده قومي مومنټ (اېم کيواېم) ډلې کانديد کنور نويد جميل په غټ اکثريت سره گټلي دي .

د ضمني انتخاباتو ريټرنگ افسر نديم حېدر اعلان کړی چې د اېم کيواېم کنورنويد ۹۵۶۴۴ووټونه ، د پاکستان تحريک انصاف(پي ټي ائي) عمران اسماعيل ۲۴۸۲۱ او د جماعت اسلامي کانديد راشدنسيم ۹۰۵۶ ووټونه اخيستي دي .

د نوموړي په وېنا د درې نيمو لاکونه زياتو رجسټرډ ووټونو کې ۱۳۱هزار ووټونه اچول شوي ، او ټرن اؤټ ۳۶.۷۲ فيصده ؤ .

د نتيجو مخې ته راتلو وروستو د شپې په مهال د اېم کيواېم او پي ټي ائي غړي يو بل ته مخامخ شوي او په يو بل يې گوزارونه هم کړي دي .

د سندهـ صوبې د اليکشن کمېشن د چارواکو په وېنا د دغه چوکۍ دپاره د ۱۵ کانديدانو ترمينځ مقابله شوې ده ، چې څلور پکې د سياسي ډلو او ۱۱ ازاد امېدواران وو .

د کراچۍ ښار په منځنۍ سيمه کې موقعيت لرونکې اېن ای ۲۴۶ نه د کال ۲۰۱۳م په عامو ټاکنو کې د متحده قومي مومنټ (اېم کيواېم) ډلې نبيل گبول کامياب شوی ؤ او د تېرې مياشتې په پينځمه نېټه هغه د دغې څوکۍ نه استعفی ورکړې وه . نبيل گبول وئيلي ؤ په دغه حلقه سوتره ټاکنې نه وې شوې .

د صوبې اليکشن کمشنر تنويرذکي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي ، اېن ای ۲۴۶ حلقه کې د رجسټرډ ووټونو شمېره درې لاکه ۵۷زره ده ، او ۲۱۳ پولنگ سټېشنې جوړې کړی شوي وې .

د اليکشن کمشنر په وېنا دغه حلقه چې پکې د فېډرل بي ايريا ، لياقت اباد ، عزيزاباد او گلبرگ ټاؤن علاقې شاملي دي ، ټولې پولينگ سټېشنې حساسه گرځول شوي او د امنيت انتظام يې رېنجرو ته حواله کړی شوی وو .

عزيز اباد کې د اېم کيواېم ډلې مرکز نائن زيرو هم موقعيت لري .

تنويرذکي وئيلي په پولينگ سټېشنو کې دننه د امنيت او څارنې دپاره په لمړي ځل کېمرې لگول شوي ، خو دا انتظام رېنجرو کړی ؤ .

د ووټونو اچولو په مهال رېنجرو د خصوصي اختياراتو لاندې د جعلي ووټونو په تور کې د درې پريذايئډنگ افسرانو په گډون پينځه کسان نيولي دي ، يو پريذايئډنگ افسر ته د درېو مياشتو قېد ۵زره روپو جرمانې سزا او يو بل کس ته يې د شپږو مياشتو قېد او ۵زره روپو جرمانې سزا اورلې ده .

راپوورنه وايي نيول شوؤ کسانو کې يوه ښځينه مرستياله پريذايئډنگ افسره هم شامل ده .

دغه حلقه له دې وړاندې هم درې ځله پرله پسې اېم کيواېم ډلې گټلې وه .

د اېن ای ۲۴۶ د ضمني انتخاباتو کمپائن ځايي ميډيا په سر په خبرونو کې چلولی ، او په دغه حلقه د سياسي ډلو کوريج ته يې ډېر اهميت ورکړی ؤ .

په دغه حلقه له دې وړاندې د جماعت اسلامي ، اېم کيواېم او يو ځل د مسلم ليگ (ن) ډلې کانديد هم کامياب شوی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG