لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ياغيانو لپاره يمن ته په وسله وړونکو ايراني کشتو دامريکا انديښنه


خبريالانو سره خبرو کې هغه وويل دچا لپاره هم جواز نۀ جوړيږي چې دوړاندې څخه خراب صورتحال کې دې عصري وسله ورکړي.
خبريالانو سره خبرو کې هغه وويل دچا لپاره هم جواز نۀ جوړيږي چې دوړاندې څخه خراب صورتحال کې دې عصري وسله ورکړي.

دامريکې ددفاع وزير ايشټن کارټر وئيلي دي چې هيواد يې يمن ته دايران له لوري دايراني کشتو لړ کې انديښنه لري، دغو کشتو کې په شکمنه توگه دشيعه حوثي ياغيانو لپاره وسله وړل کيده.

خبريالانو سره خبرو کې هغه وويل دچا لپاره هم جواز نۀ جوړيږي چې دوړاندې څخه خراب صورتحال کې دې عصري وسله ورکړي.

واشنگټن ديمن سره نزدې سمندر کې سمندري بيړه ايس ايس تهيوډور روزويلټ اؤ نورې جنگي کشتۍ پځايې کړي دي.

صدر براک اوباما روانه اوونۍ کې يو ټي وي سره مرکه کې وئيلي وؤ امريکا تهران ته يو واضحه پيغام ورکړى چې که چرې يمن کې ډلو ته وسله ورکول کيږي نو دا به يوه ستونزه وي.

باور کيږي ايران دشيعه حوثي ياغيانو ملاتړ کوي، شيعه حوثي ياغيانو ديمن په بيلا بيلوعلاقو قبضه کړې خو تهران دياغيانو دملاتړ تورونه ردوي.

يوه مياشت دمخه سعودي عرب دخپلو خليجي اؤ عرب ائتلافيانو سره په گډه يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړې وې چې دوه ورځې دمخه يې ددې دختمولو اعلان کړى خو دميډيا راپورونه وائي چې ديمن په تعز سيمه کې يوځل بيا فضائي حملې شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG