لاس رسیدونکی لینک

خېبرايجنسي: فضائي حملو کې ۲۰ جنگيالي وژل شوي


د ائي اېس پي ار ترمخه فضائي حملو کې د وسله والو ځالې او د هغويې د راشن ذخيرې تباه کړی شوي دي .

د پاکستان قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ کې د جنگيالو په ضد روانو پوځي عملياتو کې په تازه فضائي حملو کې ۲۰ جنگيالي وژل شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار لخوا نن د زيارت په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د خېبرايجنسۍ په تيراه علاقه کې فضائي حملو کې د درېو خودکش بمبارو په گډون ۲۰ ترهگر وژل شوي دي .

د ائي اېس پي ار ترمخه فضائي حملو کې د وسله والو ځالې او د هغويې د راشن ذخيرې تباه کړی شوي دي .

د اتوار په ورځ د خېبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمينځ نښته کې پينځه جنگيالي وژل شوي او درې عسکر ژوبل شوي وو .

نزدې دوه اوونۍ وړاندې هم په تيراه سيمه کې فضائي حملو کې د ۲۳ جنگيالو د وژنې ادعا شوې وه .

دغه عمليات په داسې مهال ترسره شوي وو چې يوه ورځ وړاندې ترې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د خېبرايجنسۍ د دغې علاقې دوره کړې وه ، او وئيلي يي ؤ چې د ترهگرو په ضد روان عمليات به منطقي انجام ته رسولی شي .

د افغانستان سره په پوله د پاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد تېرکال د ضرب عضب په نوم عملياتو پېل کېدو وروستو په خېبرايجنسۍ کې د خېبر ون په نوم عمليات پېل کړی شوي وو ، او دا وخت په خېبرايجنسۍ کې خېبرټو اپرېشن دوام لري .

د روانې مياشتې په اتمه نېټه د پوځ وياند مېجرجنرل عاصم باجوه په ټويټرجاري کړي پېغام کې وئيلي ؤ ، د خېبرټو په عملياتو کې تراوسه پورې ۲۶۳ ترهگر او ۳۵ پوځي عسکر وژل شوي دي .

د پوځ ترمخه د خېبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې ترهگر گېر کړی شوي ، او په علاقه کې کامياب پوځ عمليات روان دي .

قبائيلي سيمو کې د روانو عملياتو په مهال ميډيا دغو سيمو ته رسد نه لري ، چې له امله يې په سيمه کې د عملياتو په مهال د اوختي زيان په ازاده توگه پخلی نه شي کېدی .

XS
SM
MD
LG