لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : نښته کې ٥ جنگيالي وژل شوي،٧ عسکر ژوبل


 ترهه گرو په خودکاره وسلو سره دکهجورۍ په چيک پوسټ حمله وکړه
ترهه گرو په خودکاره وسلو سره دکهجورۍ په چيک پوسټ حمله وکړه

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې ٥ جنگيالي وژل شوي اؤ٧ عسکر ژوبل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دشمالي وزيرتان په ميرعلي سيمه کې ترهه گرو په خودکاره وسلو سره دکهجورۍ په چيک پوسټ حمله وکړه اؤ په دغه مهال يې په چيک پوسټ راکټ لانچرې هم وداغلې چې په نتيجه کې يې ٧ عسکر ژوبل شول.

امنيتي ځواکونو هم په ځوابي عملياتو کې ٥ ترهه گر ووژل، دترهه گرو حمله کې ژوبل شوي عسکر دعلاج لپاره سي ايم ايچ بنو ته وړل شوي دي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن هڅې ناکامه شوې اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

پوځ په دغو عملياتو کې ددوؤ زرو څخه دزياتو ترهه گرو دوژلو دعوه کوي اؤ وائي ٢٠٠ؤ عسکرو هم دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دطالبانو لخوا دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول دحملې څخه وروستو پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې لاندې دورانکارو په ضد کارروايۍ روانې دي.

په عين حال کې سرچينې وائي چې په يوه بله پيښه کې تيره شپه دافغانستان څخه وراوښتو جنگيالو دپاکستان دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په ناواپاس امنيتي پوسته حمله کړې ده، امنيتي ځواکونو دغه حمله په شا تمبولې خو پکې دوه عسکر ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG