لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان لخوا يمن کې دپوځي کارروايۍ دختمولو هرکلى


” دې سره به ديمن دبحران دسياسي حل لپاره لاره هواره شي“
” دې سره به ديمن دبحران دسياسي حل لپاره لاره هواره شي“

پاکستان دشورو په ورځ دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دپوځي کارروائيو دختمولو هرکلى کړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې دسعودي عرب په مشرۍ جوړ شوي د١٠ؤ هيوادونو عرب ائتلاف يمن کې دايران پلوه شيعه حوثي ياغيانو په ضد دپوځي کارروايۍ دختمولو اعلان کړى دى.

په عرب ټي وي العربيه خپور شوي يو بيان کې پوځي ائتلاف وئيلي دي چې يمن کې دروان اپريشن ډيزرټ اسټارم هدفونه ترلاسه کړل شوي دي اؤ اوس به يو نوى اپريشن شروع کولى شي.

يو بيان کې دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي دي چې دې سره به ديمن دبحران دسياسي حل لپاره لاره هواره شي اؤ زياته کړې يې ده چې پاکستان ددې بحران دپرامنه هواري لپاره دسعودي عرب دخواهش سره دى.

تيره مياشت يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ دعملياتو دپيل کيدو څخه وروستو دسعودي عرب حکومت پاکستان ته په دغو عملياتو کې دشامليدو خواست کړى ؤ.

دسعودي په مشرۍ ديمن جگړه کې دشامليدو يا نۀ شامليدو په اړه دپريکړې کولو لپاره پاکستان کې دروانې مياشتې په ٦مه نيټه دپارلمان گډه غونډه رابلل شوې وه.

دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف دپارلمان گډې غونډې ته دوينا په مهال منلې وه چې سعودي عرب پاکستان څخه دسمندري،فضائي اؤ ځمکني پوځ مرسته غوښتې وه.

خودپارلمان په گډه غونډه کې دپاکستان حکومت ته وينا شوې وه چې ديمن دبحران په اړه دې بې پلوه پاتې شي اؤ ددغه ستونزې حل راويستو لپاره دې دمينځگړتوب اؤ جوړجاړي کردار ادا کړي.

دپارلمان ددغه قرارداد په ځواب کې دمتحده عرب اماراتو دبهرنو چارو رياستي وزير انور محمد گرگاش پاکستان ته ددروند قيمت دادا کولو خبردارى ورکړى ؤ اؤ دپاکستاني پارلمان پريکړه يې غيرمتوقعې، خطرناکه اؤ متضاده گرځولې وه.

يمن کې دسعودي په مشرۍ دفضائي حملو دپيل کيدو څخه وروستو پاکستان کې دعسکري اؤ حکومتي چارواکو ترمينځ دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ څو غونډې هم شوې وې اؤ وروستو وزيراعظم دپاليسۍ پخپل يو بيان کې په ډاگه کړې وه چې هغوي به خپل ملگري يواځې نۀ پريږدي اؤ دسعودي عرب سلامتۍ اؤ سيمه ييز سالميت ته دخطرې پيښيدو په صورت کې به يې دفاع کوي.

ددفاع دوزير خواجه اصف اؤ دپنجاب دوزيراعلي شهباز شريف په مشرۍ دپاکستان دلوړې کچې هيئتونو درياض دورې هم کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG