لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرب ائتلاف يمن کې دپوځي عملياتو ختمولو اعلان وکړو


 په عرب ټي وي العربيه خپور شوي يو بيان کې پوځي ائتلاف وئيلي دي چې يمن کې دروان اپريشن ډيزرټ اسټارم هدفونه ترلاسه کړل شوي دي اؤ اوس به يو نوى اپريشن شروع کولى شي.
په عرب ټي وي العربيه خپور شوي يو بيان کې پوځي ائتلاف وئيلي دي چې يمن کې دروان اپريشن ډيزرټ اسټارم هدفونه ترلاسه کړل شوي دي اؤ اوس به يو نوى اپريشن شروع کولى شي.

دسعودي عرب په مشرۍ جوړ شوي د١٠ؤ هيوادونو عرب ائتلاف يمن کې دايران پلوه شيعه حوثي ياغيانو په ضد دپوځي کارروايۍ دختمولو اعلان کړى دى.

په عرب ټي وي العربيه خپور شوي يو بيان کې پوځي ائتلاف وئيلي دي چې يمن کې دروان اپريشن ډيزرټ اسټارم هدفونه ترلاسه کړل شوي دي اؤ اوس به يو نوى اپريشن شروع کولى شي.

ددغه نوي اپريشن نوم ريسټورنگ هپ دى چې مقصد يې ددغه ستونزې سياسي هوارى لټول اؤ په سعودي عرب کې دسلامتۍ اؤ ترهه گرۍ دمخنيوي کار لوري ته پام گرځول دي.

بيان کې وئيل شوي دي چې دنوي مشن مقصد ديمن سلامتي باوري کول اؤ دبحران سياسي حل راويستل دي اؤ يمن ته دامداد ورکړه اؤ هلته دترهه گرۍ دمخنيوي هڅې به هم دنوي مشن برخه وي.

دسعودي ائتلاف وياند بريگيډئير جنرل احمد العسيري وئيلي دي چې لمړي پړاؤ کې دحوثي ياغيانو له لوري داولسي وگړو دوژنو مخنيوي سره هيلې پځايې شوي دي اؤ ځمکني حقيقتونه بدل شوي دي.

هغه وويل چې عمليات ديمن دحکومت په خواست پيل کړل شوي وؤ.

هغه واضحه کړې ده چې ائتلاف به يمن کې دحوثي ياغيانو په تگ راتگ به دحملې لړۍ دوامداره ساتي

دسعودي عرب پلازمينه رياض کې يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت جنرل عسيري خبريالانو ته وويل اپريشن ډيزرټ اسټارم ديمن دحکومت اؤ صدر عبدربه منصور هادي دخواست وروستو ختمولى شي.

دسعودي عرب دپوځ مشر وئيلي دي چې دهغه هيواد ديمن دستونزې سياسي حل غواړي خو دضرورت په پيښيدو دپوځ استعمال هم نۀ شي رد کيدى.

په ټي وي وينا کې ديمن تښتيدلي صدر منصور هادي دسعودي عرب اؤ ائتلافي هيوادونو مننه ادا کړې.

دسعودي عرب په مشرۍ جوړ شوي ائتلاف په ٢٦م مارچ يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي حملې شروع کړې وې چې مقصد يې ددغو ياثيانو دهيواد نورو سيمو پورې دپرمختگ مخنيوى ؤ.

داوربند داعلان څخه دمخه دنهې په ورځ عرب ائتلافيانو ديمن په مختلفو ځائيونو دشوې بمبارۍ په نتيجه کې لږ ترلږه ٤٠ کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG