لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران يمن کې دسمدستي اوربند غږ کړى


 دايران صدر حسن روحاني دنهې وئيلي دي چې دجگړې داودرولو دريځ، ديمني ډلو ترمينځ خبرې اؤ ديو والي دحکومت جوړيدل ديمن دبحران حل دى.
دايران صدر حسن روحاني دنهې وئيلي دي چې دجگړې داودرولو دريځ، ديمني ډلو ترمينځ خبرې اؤ ديو والي دحکومت جوړيدل ديمن دبحران حل دى.

ايران يمن کې دسمدستي اوربند لپاره غږ کړى، په دغه هيواد کې دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونه دشيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي حملې ترسره کوي.

دايران صدر حسن روحاني دنهې وئيلي دي چې دجگړې داودرولو دريځ، ديمني ډلو ترمينځ خبرې اؤ ديو والي دحکومت جوړيدل ديمن دبحران حل دى.

دڅلورو اوونو څخه يمن کې دشيعه حوثي يانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ دجنگي جهازونو فضائي حملې دنهې په ورځ هم روانې دي اؤ زياتره حملې په پلازمينه صنعاء کې شوي، په صنعاء دتيرستمبر په مياشت کې حوثيانو قبضه کړې وه اؤ باور کيږي چې دغو ياغيانو ته دايران ملاتړ ترلاسه دى.

تيره اوونۍ يمن کې دحکومت پلوه ځواکونو اؤ ياغيانو ترمينځ نښتو اؤ دسعودي په مشرۍ فضائي حملو کې لږ ترلږه ٨٥ کسان وژل شوي وؤ.

ملگري ملتونه وائي دصدر عبد الربو منصور هادي په خواست په ٢٦م مارچ دائتلافي هيوادونو له لوري دفضائي جگړې دشروع کيدو څخه راپديخوا يمن کې په سلگونو کسان وژل شوي اؤ په زرگونو خلک دخپلو کورونو په پريښودو مجبور شوي دي.

دملگرو ملتونو دکډوالو اداره وائي چې دتيرو دريوؤ اوونو په مهال خواؤشا 150,000 کسان بې کوره شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG