لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ستره محکمه دې د پوځي عدالتونود سزاگانو اودرولو فيصله واپس واخلي


د پوځي عدالتونو د کارروايۍ په ضد د سپريم کورټ بار اېسوسي ايشن لخوا سترې محکمې ته خواست شوی ؤ ،
د پوځي عدالتونو د کارروايۍ په ضد د سپريم کورټ بار اېسوسي ايشن لخوا سترې محکمې ته خواست شوی ؤ ،

د پاکستان مرکزي حکومت نن د نهې په ورځ سترې محکمې ته خواست کړی چې د پوځي عدالتونو نه د ترهگرۍ په کېسونو کې شپږو کسانو ته اورول شوې د مرگ سزا د اودرولو فيصله دې واپس واخلي .

د پوځي عدالتونو د کارروايۍ په ضد د سپريم کورټ بار اېسوسي ايشن لخوا سترې محکمې ته خواست شوی ؤ ، او د روانې مياشتې په ۱۶م نېټه د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ناصرالملک په مشرۍ د سپريم کورټ ۱۷ کسيز فل کورټ بنچ د ۱۸م او ۲۱م ائيني بدلون او پوځي عدالتونو جوړېدو په اړه د شوي خواست اورېدنه کړې وه .

د دغې خواست اورېدنې په مهال سترې محکمې حکم کړی ؤ چې څو پورې د پوځي عدالتونو په اړه شوي خواست باندې فېصله نه وي شوي ، د پوځي عدالتونو لخوا اورول شوې سزاگانې به نه عملي کيږي .

پېښور کې په ۱۶م دسبمر آرمي پبلک سکول باندې د طالبانو د حملې وروستو حکومت د ۲۱م ائيني بدلون سره په ارمي اېکټ کې بدلون کړی او د ترهگرۍ د مقدمو دپاره يې په ملک کې نهه پوځي عدالتونه جوړ کړي او دغو عدالتونو شپږو کسانو ته د ترهگرۍ په کېسونو کې د مرگ سزا اورولې وه .

د حکومت لخوا د اټارني جنرل سلمان اسلم بټ په زريعه سترې محکمې ته په شوي خواست کې موقف خپل کړی شوی دی ، چې د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن لخوا سترې محکمې ته خواست شوی چې سزاگانې ودروي خو دا به دغه فريق متاثره نه کړي . او زياته کړی شوې ده چې د باراېسوسي اېشن د کېس اوسزاگانو سره تړاؤ نشته نو ستره محکمې ته پکار ده چې د مرگ سزاگانو اودرولو حکم ورنه کړي .

د حکومت لخوا په جوابي دلائيلو کې وئيل شوي چې د ۲۱م ائيني بدلون لاندې د پوځي عدالتونو جوړېدو معامله په عدالت کې ده ، او تراوسه په دغې اړه کومه فېصله نه ده شوې . او څو پورې چې دغه اورېدنه مکمله شوې نه وي ستره محکمه دې حکم امتناعي واپس واخلي .

د حکومت لخوا دا هم وئيل شوي چې سترې محکمې ته دا هم کتل پکار دي چې د سزا ځنډول يا حکم امتناعي جاري کول يې په اختيار کې راځي او کنه .

جوابي دلائيلو کې زياته کړی شوې ده که چرته وسله وال د انصاف کټهرې رانه وستی شو نو هغه کورنۍ چې وسله والو يې خپلوان وژلي ، هغويې به زړه ماتې شي . او په دې خبره زور راوړل شوی چې د سترې محکمې فېصله به په ملک کې د ترهگرۍ په ضد روان جنگ متاثر کړي .

سترې محکمې ته د ۲۱م ائيني بدلون او پوځي اېکټ لاندې د پوځي عدالتونو د کارروايۍ په اړه شوؤ خواستونو اورېدنه د صبا (۲۲م اپرېل) پورې ځنډول شوې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG