لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې ١٧ کسان تيزندي کړى شول


دمچهـ ،ملتان اؤ گجرات په جيلونو کې هم دقتل درې مجرمان رياض احمد، سلطان عرف راجه اؤ اظهر محمود تيزندي کړى شوي دي.

دنهې په ورځ دپاکستان مختلفو جيلونو کې دقتل ١٧ کسان تيزندي کړى شوي اؤ په دغه مهال دجيلونو لوري ته په غزيدلو ټولو لارو سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.

دفيصل اباد سنټرل اؤ ډسټرکټ جيل کې دقتل درې مجرمان نظام دين، محمد ياسين اؤ اعظم تيزندي کړى شوي، مجرم نظام دين اؤ محمد ياسين په ١٩٩٨ء کې درې کسان وژلي وؤ اؤ مجرم اعظم په کال ٢٠٠٤م کې دسخر اؤ خواښې په گډون ٧ کسان قتل کړي وؤ، همدغه شان داډيالې په جيل کې هم درې کسان تيزندي کړى شوي دي.

سنټرل جيل گجرانواله کې هم درې کسان تيزندي کړى شويدي، مجرم عنايت په کال ٢٠٠٢م کې دخپلې کورنۍ شپږ کسان قتل کړي وؤ اؤ مجرم ظفر اؤ لطيف په ١٩٩٥ء کې څلور کسان وژلي وؤ.

کوټ لکهپت جيل لاهور کې دقتل دوه مجرمان الله رکها اؤ غلام نبي تيزندي کړى شول، مجرم الله رکها قصور کې په کال ١٩٩٦ء کې اؤ مجرم غلام نبي په کال ٢٠٠٣م کې قتلونه کړي وؤ،ډسټرکټ جيل سيالکوټ کې هم داجتماعي زياتې په يو کيس دوه مجرمان لقمان اؤ سليم تيزندي کړى شوي دي.

دمچهـ ،ملتان اؤ گجرات په جيلونو کې هم دقتل درې مجرمان رياض احمد، سلطان عرف راجه اؤ اظهر محمود تيزندي کړى شوي دي.

مجرم رياض احمد يوولس کاله دمخه تربت اؤ سلطان عرف راجه په کال ٢٠٠٠ء کې يو تن وژلى ؤ، همدغه شان مجرم اظهر محمود عرف مودا په کال ١٩٩٥ء کې ددښمنۍ په اساس يو تن وژلى ؤ.

دپاکستان مرکزي حکومت په ١٧م دسمبر،٢٠١٤م کې په ابتدائي توگه هيواد کې يواځې دترهه گرۍ کيسونو کې دتيزندۍ په سزا عمل درامد پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو بحال کړى ؤ، خو وروستو حکومت دمرگ دسزا موندونکو ټولو مجرمانو په سزا عمل درامد بحال کړو.

تير کال په ١٦م دسمبر پيښور کې په سکول دحملې ترسره کيدو څخه راپديخوا دپاکستان مختلفو جيلونو کې تر دې مهاله خواؤشا ٨٠ مجرمان تيزندي کړل شوي دي.

دبشري حقونو ډلو، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.

XS
SM
MD
LG