لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مصرپخواني صدرمحمدمُرسيي ته د ۲۰ کالو قېد سزا اورول شوی


مُرسي د دې ژمنې سره مخې ته راغلی ؤ چې ملک ته به يو روښانه مستقل ورکړي .
مُرسي د دې ژمنې سره مخې ته راغلی ؤ چې ملک ته به يو روښانه مستقل ورکړي .

د مصر يو عدالت د ملک پخواني لرې کړی شوي صدر محمدمُرسي ته د ۲۰ کالو قېد سزا اورولې ده .

نن د نهې په ورځ په قاهره کې يو عدالت پخواني صدر ته دغه سزا په کال ۲۰۱۲م کې د مظاهرچيانو د وژنې په تور کې دغه سزا اورولې ده .

محمدمُرسي وروستو له هغې لمړی جمهوري صدر منتخب شوی ؤ ، چې څلور کاله وړاندې د صدر حُسني مبارک د اوږدې مودې حکومت د بغاوت په نتيجه کې ختم کړی شو ، مُرسي د دې ژمنې سره راغلی ؤ چې ملک ته به يو روښانه مستقل ورکړي .

د مُرسي د هغو پاليسو پشمول چې اعلان کړی ؤ چې پرېکړې به يې په عدالت کې نه شي چېلنج کېدی ، دغه پاليسۍ په غټه کچه د احتجاج سبب وگرځېدی او د هغه وخت پوځي مشر عبدالفتاح السيسي د مُرسي تخته نسکوره کړه .

د پوځ د واک لاندې د اقتدار بدلېدو د عمل وروستو عبدالفتاح السيسي په خپله صدر جوړ شوی ؤ . او په د دغې عمل په مهال د مُرسي د ډلې اخوان المسلمين په ضد کرېک ډاؤن شوی ؤ .

د پخواني صدر حُسني مبارک په دور کې په اخوان المسلمين باندې بندېز لگول شوی ؤ . د مُرسي په واک کې د راتلو پس دغه ډله بيا ژوندۍ شوې خو موجوده حکومت بيا اخوان المسلمين ترهگره ډله وگرځوله او زياتره مشران يې ورله ونيول .

اخوان المسلمين وايي چې مُرسي د ملک قانوني مشر دی او السيسي د هغه په ضد بغاوت کړی دی .

د نهې په ورځ د مُرسي په ضد د پرېکړې نه وړاندې اخوان په يو بيان کې وئيلي چې صدر " عدليه د خلکو د خواهشاتو په ضد د وسلې په توگه کاروي ". په دغه بيان کې په د ملک په خلکو بيا د مظاهرو پېل کولو غږ هم شوی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG