لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايشياء کې اقتصادي پرمختگ دپاکستان اؤ چين گډ منزل دى،دچين صدر


شي جنگ پنگ وويل چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پاکستان دلمړي صف هيواد دى اؤ دغه لړ کې دپاکسانيانانو لخوا ورکړل شوې قربانۍ نۀ هيريدونکې دي.
شي جنگ پنگ وويل چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پاکستان دلمړي صف هيواد دى اؤ دغه لړ کې دپاکسانيانانو لخوا ورکړل شوې قربانۍ نۀ هيريدونکې دي.

دنهې په سحر دپاکستان په دوه ورځني سفر تللي دچين صدر شي جنگ پنگ پاکستاني پارلمان گډې غونډې ته دوينا په مهال وئيلي دي چې ايشياء کې اقتصادي پرمختگ دپاکستان اؤ چين گډ منزل دى اؤ دواړه هيوادونه دخپلې ملگرتيا دنورې باثباته کولو لپاره هڅې کوي.

هغه وويل پاکستان يو ښه ملگرى، ښه گاونډي اؤ ښه ورور دى اؤ هغه دغه هيواد خپل دوهم کور گڼي.

شي جنگ پنگ وويل چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پاکستان دلمړي صف هيواد دى اؤ دغه لړ کې دپاکسانيانانو لخوا ورکړل شوې قربانۍ نۀ هيريدونکې دي.

هغه وويل پاکستان اؤ چين هره څانگه کې دمرستې سيوا کولو لپاره ژمن دي.

شي جنگ پنگ وويل پاکستاني اولس لپاره دچيني اولس دنيکو خواهشاتو دپيغام سره راغلى دى اؤ پاکستان ته راتگ دهغه لپاره د ورور کور ته دراتگ پشان دى.

هغه وويل هاغه ورځ ورته هم ياده ده چې کله چين په نړۍ کې بيخي يواځې ؤ اؤ پاکستان هاغه يواځينى هيواد ؤ چې دچين سره يې سياسي اړيکې جوړې کړې وې اؤ زياته يې کړه کله چې هم چين کې قدرتي افتونه راغلي نو پاکستان يې مرسته کړې.

نوموړي وويل چې دپاکستان اؤ چين هلو ځلو دهغوي زړونه اؤ ذهنونه يو کړي دي اؤ زياته يې کړه چې په تيرو وختونو کې بيجنګ اؤ اسلام اباد يو بل سره په بې مثاله مرستې کولو سره دضرورت په وخت کې ديو بل سره اودريدلي دي.

هغه وويل پاکستان هاغه لمړى هيواد دى چې سږکال ورته هغه سفر کړى.

دچين نه پاکستان پورې دلويې لارې په اړه هغه وويل چې شاهرام قراقرم دوه تهذيبونه پخپل مينځ کې يوځايې کوي اؤ زياته يې کړه چې دې سره به پاکستان ته دايشين تائيگر جوړيدو موقع په لاس ورشي.

دچين صدر چې کله دپارلمان گډې غونډې ته دوينا لپاره ورسيدو نو دپارلمان غړي هغه ته پاسيدل اؤ ورته يې هرکلى ووئيلو.

هغه وويل پاکستان دمعاشي پرمختيا په لوري پرمختگ کړى.

دهغه وينا وه دپاکستان سمندري ځواکونو يمن کې گير شوي ٨ چيني طالب علمان په حفاظت سره راويستلي دي.

صدر شي وويل په پرمختيا اؤ امن بنياد لرونکې خارجه تگلاره دهغوي مقصد دى اؤ زياته يې کړه چې په ١٩٣٠ کې علامه اقبال وئيلي وؤ چې چين به يو لويې هيواد جوړيږي.

دچين صدر دوينا څخه وروستو قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه دچيني صدر ددورې مننه ادا کړه اؤ وې وئيل چې په ١٩٧٠ کې پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو چې دچين په اړه دخارجه تگلارې کوم اصول ټاکلي وؤ هغه تردې مهاله برقراره دي.

له دې وروستو دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دچيني صدر مننه وکړه اؤ وې وئيل چې پاکستان اؤ چين په حقيقي معنو کې وروڼه هيوادونه دي اؤ زياته يې کړه چې چيني اولس دهغوي زړونو ته نزدى دى.

هغه وويل چې دواړو هيوادونو کې په اقتصادي راهدارۍ په تيزۍ سره عمل درامد روان دى اؤ ددې سره به دټول هيواد پشمول دټولې سيمې خلک گټه پورته کړي.

هغه وويل دپاکستان اؤ چين تعلق دزړۀ اؤ ذهن رشته ده، نوازشريف وويل پاک چين ملگرتيا په هرازميښت پوره ختلې ده.

نوازشريف وويل دچين سلامتي دپاکستان سلامتي ده، دامن، پرمختيا اؤ خوشحالۍ لپاره به په گډه کار کولى شي.

له دې وړاندې دقومي اسمبلۍ دسپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ يو پارليماني هيئت سره ليدنه کړې ده اؤ په دغه مهال يې ددواړو هيوادونو ترمينځ ددوه اړخيزه اړيکو دنورو مضبوطولو لپاره دپارلماني کچې دليدنو په ضرورت زور راوړى دى.

چيني صدر په دغه موقع وئيلي دي چې ددواړو هيوادونو ترمينځ روايتي اړيکې ديو نسل څخه بل نسل ته ورتيريږي.

دچين صدر دگل په ورځ دپاکستان په دوه ورځنۍ سرکاري دوره اسلام اباد ته رسيدلى ؤ اؤ دغلته ورته دپاکستان صدرممنون حسين، وزيراعظم نواز شريف ، ددريواړو وسله والو پوځونو مشرانو اؤ وفاقي وزيرانو هرکلى وئيلى.

په تيرو نهو کلونو کې دچين دصدر دغه لمړۍ دوره وه.

پاکستان ته درسيدو څخه وروستو دگل په ماذيگر دچيني صدر اؤ پاکستاني وزيراعظم ترمينځ دهيئتونو په کچه مذاکرات وشول چې له دې وروستو په ٥١ؤ تړونونو لاسليکونه هم وشول.

څيړونکي دچيني صدر داسلام اباد دغه دوره ددواړو هيوادونو اؤ سيمې داقتصادي پرمختيا اؤ خوشحالۍ لپاره مهمه گرځوي.

دچين دصدر اسلام اباد ته دورتگ په مهال کلک امنيتي تدابير نيول شوي اؤ دهوائي اډې څخه دپلازمينې ترټولو حساسې سيمې ريډزون پورې علاقه دعام ټريفک لپاره تر څه وخته تړل شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG