لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چين صدر د پاکستان په دوه ورځنۍ دوره رسېدلی


پاکستان د چين د صدر دورې ته تاريخي وايي او دغه دوره د دواړو ملکونو د دوستانه اړيکو ودې ورکولو نه علاوه د اقتصادي مرستو په لړ کې ډېره مهمه بلي .
پاکستان د چين د صدر دورې ته تاريخي وايي او دغه دوره د دواړو ملکونو د دوستانه اړيکو ودې ورکولو نه علاوه د اقتصادي مرستو په لړ کې ډېره مهمه بلي .

د چين صدر شي جنپنگ نن د گل په ورځ د پاکستان په خپله لمړۍ دوه ورځنۍ سرکاري دوره اسلام اباد ته رسېدلی دی ، د نهه کلونو په موده کې دا د کوم چيني صدر د پاکستان لمړی سفر دی .

د پلازميني اسلام اباد په نورخان ايئربېس باندې صدرممنون حسېن ، وزيراعظم نوازشريف ، د پاکستان د هوايي ، زمکني او هوائي پوځ مشرانو او د مرکزي کابيني غړو د چين د صدر شي جنپنگ تود هرکلی وکړو . او په دغې موقعي د چين صدر ته د ۲۱ توپو سلامي ورکړی شوه .

پاکستان د چين د صدر دورې ته تاريخي وايي او دغه دوره د دواړو ملکونو د دوستانه اړيکو ودې ورکولو نه علاوه د اقتصادي مرستو په لړ کې ډېره مهمه بلي .

د چين صدر له دې وړاندې د تېر کال اکتوبر په مياشت کې د پاکستان په دوره راتلو ، خو په دغه مهال پلازمينه اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف ډلې د روانې دهرنې او امنيت له کبله دغه دوره ځنډول شوې وه .

د راپورونو ترمخه د چين صدر سره به د لوړ پوړو حکومتي چارواکو نه علاوه غټ کاروباريان او سرمايه کار هم پاکستان ته رارسيدلي دي .

د سرکاري ميډيا ترمخه د چين صدر به د پاکستان صدر ممنون حسېن او وزيراعظم نوازشريف سره ويني ، او د دوه اړخيزه اړيکو او مرستو سره به په مختلفو خبرې اترې کوي ، او د چين صدر به د پارليمان گدې غونډې ته وينا هم کوي .

د حکومتي چارواکو وينا ده چې د دواړو ملکونو سټراټيجيکي شرکت داري په اقتصادي پارټنرشپ يا ملگرتيا کې بدليږي ، چې دا به د خوشحالۍ او پرمختگ لارې پرانيزي .

د منصوبه بندۍ او ترقۍ مرکزي وزير احسن اقبال خبريالانو سره خبرو کې وئيلي ، چې د چين سره به د کوئلې ، پن بجلۍ ، د هوا نه د بجلۍ پېدا کولو او شمسي توانائۍ (نمر نه بجلي پېدا کولو) په منصوبو کې مرستې شامل دي . او په تهر سيمه کې کې د شورو کېدونکو مختلفو منصوبو نه به شپږ زره ميگاواټه بجلي پېدا کولی شي .

راپورونه وايي د چيني صدر د دورې په مهال به پاکستان سره د ۴۰ اربه ډالرو ماليت نه د زياتو منصوبو په لوظنامو او مفاهمت يادداشتونه لاسليک کولی شي ، چې پکې د کاشغر نه تر گوادر پورې د اقتصادي راهدارۍ (سړک) جوړولو منصوبه هم شامل ده .

د چيني صدر د راتگ په مهال پلازمينه اسلام اباد کې سخت امنيتي گامونه پورته کړی شوي دي ، او د هوايي اډي ترڅنگ د ښار حساسه سيمې د عام ټرېفک دپاره بندې کړی شوی دی ، او د چيني صدر د موجودگۍ په مهال به د اسلام اباد په حساسه سيمو کې سړکونه بند وي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG