د پاکستان قبائيلي سيمې خېبر ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې پينځه جنگيالي وژل شوي او دري عسکر ژوبل شوي دي .
د سرکاري ميډيا ترمخه نن د اتوار په ورځ سحر د خېبرايجنسۍ په لرې پرته علاقه تيراه کې د امنيتي ځواکونو او وسله ترمينځ نښته شوې چې پکې پينځه وسله وال وژل شوي ، او درې عسکر پکې ژوبل شوي دي .
نښته کې ژوبل شوي عسکر د پيښور پوځي روغتون ته وړل شوي دي .
د افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې د خېبر ون او خېبر ټو په نوم عمليات په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب اپرېشن نه وروستو شورو کړی شوي دي .
امنيتي ځواکونه ادعا کوي چې په خېبرايجنسۍ کې يې وسله والو ته غټ زيان اړولی دی ، او جنگيالي د سيمې نه په تېښته دي .