لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان واېي ېمن کې به دملگرو ملتونو قرار داد عملي کوي


 دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دسعودي چارواکو سره دترسره شوؤ ليدنو څخه دغونډې برخه وال خبر کړل.
دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دسعودي چارواکو سره دترسره شوؤ ليدنو څخه دغونډې برخه وال خبر کړل.

پاکستان ویلي دي د یمن په اړه به د ملگرو ملتونو د سلامتي کونسل قرارداد عملي کوي- پرون د زیارت په ورځ په سر ښار اسلام اباد کې دپاکستان دسياسي اؤ عسکري قيادت يوې مهمې غونډې ته ویل شوي چې سعودي عربستان ته ډاډ ورکړل شوې چې د سلامتي کونسل قرار داد به عملي کوي-

په قرار داد کې د یمن حوثي یاغیانو او د پخواني صدر علي عبدالله صالح پوځیانو ته په وسلو ورکولو بنديز لگول شوې دی- څېړونکي فکر کوي چې د ملگرو ملتونو لخوا یاغي ډلو باندې د وسلو د بنديز په لړ کې د پاکستان سمندري ځواکونه رول لوبولې شي-

ددغه غونډې مشري وزيراعظم نوازشريف کول چې پکې ددريواړو واړو پوځونو مشرانو، دگډو ځواکونو دکميټې مشر جنرل راشد محمود، دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف، دوزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز اؤ دخارجه چارو ځانگړي مرستيال طارق فاطمي برخه اخستې .

دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دشورو په ورځ دسعودي عرب په دوره تللى ؤ چرته چې هغه دسعودي عرب لوړپوړو چارواکو سره ليدنو کې دمينځني ختيز اؤ پۀ ځانگړې توگه ديمن په بحران خبرې اترې کړي دي.

دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دسعودي چارواکو سره دترسره شوؤ ليدنو څخه دغونډې برخه وال خبر کړل.

سعودي عرب يمن کې دحکومت مخالفه شيعه ياغيانو په ضد دخپلو ائتلافيانو سره په گده تيره مياشت فضائي کارروايۍ شروع کړي اؤ په دغو کارروائي کې يې شامليدو لپاره دپاکستان حکومت څخه هم دځمکنو، سمندري اؤ فضائي ځواکونو مرسته غوښتې ده.

پاکستان وائي يمن ته يې دپوځ ليږلو پريکړه نۀ ده کړې خو که چرې دسعودي عرب سالميت ته خطره پيښه شوه نو په سخته به يې دفاع کوي.

تيره اوونۍ دپاکستان پارلمان يو قرارداد په متفقه توگه منظور کړى ؤ چې پکې حکومت ته وئيل شوي وؤ ديمن دبحران لړ کې دې بې پلوه پاتې شوي اؤ ددغه شخړې هواري لپاره دې دجوړجاړي اؤ مينځگړتوب کردار ادا کړي.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف په ډاگه کړې ده چې پاکستان ددغه شخړې پرامنه سياسي حل غواړي اؤ دې لړ کې هغه دنورو هيوادونو سره هم درابطې هڅې کوي.

سعودي عرب تور لگوي چې يمن کې حوثي ياغيانو ته دايران ملاتړ ترلاسه دى خو تهران دغه تور ردوي اؤ وائي چې هغوي دحوثي ياغيانو ملاتړ نۀ کوي، ايران دسعودي عرب له لوري يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد ترسره کيدونکې فضائي حملې ددغه هيواد دخپلواکۍ په ضد گرځوي.

سعودي عرب دپاکستان ملگرى هيواد دى اؤ موجوده وزيراعظم نواز شريف دسعودي عرب دشاهي کورنۍ سره دوستانه مراسم لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG