لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د تشدد په پېښو کې پوليس افسر وژل شوی، امريکايي ډاکټره ژوبل


په کراچۍ ښار کې د روانو عملياتو په مهال په پوليس او رېنجرو يو شمېر بمي چاؤدنې او قاتلانه حملې شوي دي .
په کراچۍ ښار کې د روانو عملياتو په مهال په پوليس او رېنجرو يو شمېر بمي چاؤدنې او قاتلانه حملې شوي دي .

د پاکستان سندهـ صوبې په سر ښار کراچۍ کې د تشدد په تازه پېښو کې يو پوليس افسر وژل شوی او يوه امريکايي ډاکټره سخته ژوبل شوې ده .

نن د زيارت په ورځ د ماسپخين نه پس د ښار په شهيد ملت روډ باندې امريکايي ډاکټره ډېبرالوبو په خپل گاډي کې روانه وه ، چې نامعلومو موټر سائيکل سورو وسله والو پرې ډزې وکړې . د پوليسو په وېنا ډېبرالوبو په جناح مېډيکل اېنډ ډېنټل کالج کې مرستياله مشره (وائس پرنسپله ) وه .

پوليس وايي ډاکټره دوه ډزه لگېدلې ، او روغتون ته په خطرناک حالت کې وړل شوې ده .

د شخصي روغتون اغاخان د ډاکټرانو په وېنا ، د امريکايي ډاکټرې روغتيايي حالت خطرناک دی .

له دې وړاندې د ډزو بله پېښه د ښار په اخترکالونۍ سيمه کې رامنځته شوې ، او د پريډي تاڼې پوليس مشر( اېس اېچ او) اعجاز خواجه نامعلومو وسله والو په هدف کړی دی ، پريډي تاڼه د ښار په مرکزي علاقه صدر کې موقعيت لري .

د ښار د جنوبي ضلعې د پوليس مشر ډي ائي جي جميل احمد په وېنا ، وژل شوی پوليس افسر د ښار په يو شمېرمهمو تاڼو کې پاتې شوی ، او د وران کارو او ترهگرو په ضد يې ډېر عمليات کړي دي .

"زه دا نه شم وئيلی چې د کوم کېس په غبرگون کې دا کار شوی دی خو دا امکان موجود دی چې هغه د کوم داسې کېس پلټنې کولې ، چې تعلق يې د کوم غټ وران کاري يا ترهگر سره وو" .

د ښار د پوليس مشر اېډيشنل ائي جي غلام قادر تهيبو وايي داسي ښکاري چې د پرېډي تاڼې اېس اېچ او په ښار کې د روانو عملياتو په غبرگون کې په هدف کړی شوی دی .

"په ظاهره پوليس افسر ته کوم گواښ نه ؤ خو پوليس افسر ؤ او د ډېرو کېسونو پلټنې يې کولې ، کېدی شي په هغو کې کومه خبره وه".

له دې وړاندې هم د پريډي تاڼې دوه اېس ايچ او افسران په ډزو وژل شوي دي .

يو اېس اېچ او غضنفرعلي کاظمي تېرکال د اگست په مياشت کې ، او بل آغااسدالله د کال ۲۰۱۳م د اپرېل په مياشت کې په ډزو وژل شوی ؤ .

په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې پوليس او رېنجر په گډه د روان کارو په ضد هدفي عمليات کوي ، او د دغو عملياتو په مهال په پوليس او رېنجرو يو شمېر بمي چاؤدنې او قاتلانه حملې شوې ، چې په نتيجه کې يې پوليس او رېنجرو ته مرگ ژوبلې اوختې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG