لاس رسیدونکی لینک

اورکزو ايجنسي : عملياتو کې ١٠ جنگيالي وژل شوي


دسرچينو وينا ده چې امنيتي ځواکونو داورکزو ايجنسۍ په شيخان سيمه کې لټونې عمليات ترسره کړي

امنيتي سرچينې وائي پاکستاني عسکرو دزيارت په ورځ قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړي چې پکې ١٠ ترهه گر نيول شوي اؤ شپږ نور نيول شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې امنيتي ځواکونو داورکزو ايجنسۍ په شيخان سيمه کې لټونې عمليات ترسره کړي چې پکې ١٠ ترهه گر وژل شوي اؤ دهغوي ١٢ ځالې هم تباه کړل شوي دي، ددې ترڅنگ دغو عملياتو شپږ جنگيالي نيول شوي هم دي چې د پلټنو لپاره نامعلومو مقام ته بوتلل شوي دي.

تيره ورځ هم داورکزو ايجنسۍ په شکرتنگي اؤ سيف دره سيمو کې دگن شپ هيلي کاپټرو له لوري ترسره شوې کارروايۍ کې پينځه جنگيالي وژل شوي وؤ.

اورکزو ايجنسي پاکستان کې دوفاق تر انتظام لاندې داوؤ قبائيلي ايجنسو څخه يوه ده چې دافغانستان سره په پوله موقعيت لري اؤ دغلته په تيرو وختونو کې هم دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه شوي دي.

دا مهال دپاکستان په دوؤ قبائيلي ايجنسو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتيرکال راهسې عمليات روان دي چې پکې پوځ د٢٠٠٠ؤ نه دزياتو ترهه گرو دوژلو اؤ دهغوي دسلگونو ځالو دتباه کولو دعوه کړې ده، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغه دعوې پخلى نۀ شي کيدى.

XS
SM
MD
LG