لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې وسله والو ددوؤ ښځو په گډون درې کسان ووژل


 دسرچينو ترمخه وسله والو دژوب په قمردين کاريز سيمه کې په يو گاډي ناتاره ډزې کړي دي چې په نتيجه کې يې ديوې کورنۍ سره دتعلق لرونکو دوؤ ښځو په شمول درې کسان ووژل شول.
دسرچينو ترمخه وسله والو دژوب په قمردين کاريز سيمه کې په يو گاډي ناتاره ډزې کړي دي چې په نتيجه کې يې ديوې کورنۍ سره دتعلق لرونکو دوؤ ښځو په شمول درې کسان ووژل شول.

وسله والو جنگيالو دزيارت په سحر دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دبلوچستان صوبې په ژوب ضلع کې ددوؤ ښځو پشمول درې کسان وژلي دي.

دسرچينو ترمخه وسله والو دژوب په قمردين کاريز سيمه کې په يو گاډي ناتاره ډزې کړي دي چې په نتيجه کې يې ديوې کورنۍ سره دتعلق لرونکو دوؤ ښځو په شمول درې کسان ووژل شول.

دسرچينو وينا ده چې دغه کورنۍ دسمبازه سيمې څخه گل کچ سيمې ته روان وؤ چې په هغوي دپولې سره نزدې ډزې وکړى شوې ، د پيښې وروستو وسله وال تيښته کې بريالي شوي دي.

دحملې ځايې ته په گڼ شمير کې عسکر رسيدلي اؤ دپيښې پلټنه يې پيل کړې ده.

دغه پيښه يوه اوونۍ وروستو له هغې رامينځته شوه چې دبلوچستان په تربت سيمه کې وسله والو جنگيالو دمزدورانو په يو کيمپ حمله وکړه اؤ دپنجاب اؤ سندهـ سره تعلق لرونکي ٢٠ مزدوران يې ووژل.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف ددغه پيښې څخه وروستو تيره ورځ دبلوچستان دسرښار کوئټې دوره کړې وه اؤ بهرنو استخباراتي ادارو اؤ هيوادونو ته يې بلوچستان کې دمداخلت پسر خبردارى ورکړى ؤ اؤ وئيلي يې وؤ ترهه گرو اؤ دهغوي خواخوږو ورسره مالي مرستې کوونکو ته به هيواد کې دپټيدو ځايې نۀ ميلاويږي.

د کړکېچ سره مخ د پاکستان بلوچستان صوبه چې د يوې لسيزې راهسې د بدامنۍ سره مخ ده ، تراوسه پورې په دغې صوبه کې په زرگونو کسان د ترهگرۍ او بدامنۍ د پېښو ښکار شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG