لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديمن په صورتحال نوازشريف سره دجان کيري ټيليفوني رابطه


 راپورونه وائي ښاغلي جان کيري په پاکستاني وزيراعظم ټينگار کړى چې ديمن دشخړې هواري کې دې فعاله کردار ادا کړي.
راپورونه وائي ښاغلي جان کيري په پاکستاني وزيراعظم ټينگار کړى چې ديمن دشخړې هواري کې دې فعاله کردار ادا کړي.

څو ساعته وروستو له هغې چې دملگرو ملتونو امنيتي شورا يمن کې حوثي ياغيانو ته دوسلې په ورکړه بنديزونه ولگولو دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف سره ديمن په صورتحال ټيليفوني خبرې اترې کړي دي.

راپورونه وائي ښاغلي جان کيري په پاکستاني وزيراعظم ټينگار کړى چې ديمن دشخړې هواري کې دې فعاله کردار ادا کړي.

جان کيري وزيراعظم سره دغه ټيليفوني خبرې يوه ورځ وروستو له هغې کړي چې دپاکستان وزيراعظم نواز شريف وويل هيواد يې ديمن دصورتحال دسفارتي حل لپاره هڅې تُندوي.

دپاليسۍ پخپل بيان کې نواز شريف وئيلي وؤ چې ديمن دبحران هواري لپاره به پاکستان راتلونکو ورځو کې دسعودي عرب دقيادت سره په گډه سفارتي هڅې تُندوي

دوزيراعظم ددفتر څخه جاري شوي يو لنډ بيان کې وئيل شوي دي چې دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري وزيراعظم نواز شريف ته ټيليفون کړى، بيان کې وئيل شوي دي چې دټيليفوني خبرو په مهال ديمن صورتحال تر بحث لاندې راغلى خو په دې اړه نور تفصيلات نۀ دي ورکړل شوي.

خو سرچينې وائي چې دواړو مشرانو ددغو خبرو په مهال په دوؤ مهمو معاملو خبرې کړي چې پکې يمن کې حوثي ياغيانو ته دوسلې په ورکړه دامنيتي شورا لخوا لگيدلى بنديز اؤ ديمن صورتحال کې دپاکستان ممکنه کردار شامل دي.

وزيراعظم نواز شريف دگل په ورځ پخپل بيان کې سعودي عرب ته باور ورکړى ؤ چې پاکستان په داسې وخت کې خپل ملگري اؤ ستراتيژيکي شراکت داران يواځې نۀ پريږدي چې په ځانگړې توگه دهغوي سلامتي ترخطرې لاندې وي، نوازشريف دسعودي عرب سلامتۍ ته دخطرې پيښيدو په صورت کې دخپل دهيواد له لوري ددفاع باور ورکړى ؤ.

دسعودي عرب په مشرۍ دائتلافي هيوادونو جنگي جهازونه يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي حملې کوي چې پکې يې دخالي په ورځ عدن کې دلوبو يو سټيډيم هم په نخښه کړى ؤ.

دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونه ايران پلوه حوثي ياغيان اؤ پخوانى صدر علي عبدالله صالح ديمن دکنټرول دترلاسه کولو دمخنيوي په غرض فضائي حملې کوي، دغه ائتلاف غواړي چې د سعودي پلوه صدر عبدالربو منصور هادي حکومت بيا بحال شي.

ديمن په جگړه کې تر دې مهاله د٦٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ ديو لکو څخه زيات پخپلو کورونو پريښودو مجبور شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG