لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان کې دحالاتو ښه کولو لپاره کار کوي،پرويز خټک


ستر انتظامي مشر عبدالهꀀ عبدالهꀀ سره دليدنې په مهال وزيراعلي پرويز خټک دترهه گرۍ په ضد جگړه کې خيبرپښتونخوا ته داوښتو ټولنيزو اؤ اقتصادي زيانونو يادونه کړې
ستر انتظامي مشر عبدالهꀀ عبدالهꀀ سره دليدنې په مهال وزيراعلي پرويز خټک دترهه گرۍ په ضد جگړه کې خيبرپښتونخوا ته داوښتو ټولنيزو اؤ اقتصادي زيانونو يادونه کړې

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک دافغانستان په دوره ورځني سفر کابل ته رسيدلى اؤ دغلته يې دافغان حکومت دستر انتظامي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره دافغان کډوالو دمعاملې په گډون په مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک کابل ته دغه سفر په داسې حال کې کړى چې تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو څخه وروستو دترهه گرۍ دمخنيوي دملي تگلارې لاندې ټول پاکستان اؤ په ځانگړې توگه خيبرپښتونخوا کې دشکمنو کسانو په ضد کارروائيو کې تر ډيره حده اضافه ليدل شوې اؤ په دغو کارروائيو کې گڼ شمير کې افغان کډوال هم نيول شوي دي.

کابل کې تيرکال دنوې انتظاميې دجوړيدو څخه راپديخوا دپاکستان اؤ افغانستان دسياسي اؤ عسکري چارواکو ترمينځ رابطې سيوا شوي دي اؤ ددواړو هيوادونو اړيکې دتيرپه پرتله دښه والي په لوري روانې دي.

وزيراعلي سره دکابل ددغه سفر په مهال خيبرپښتونخوا سره تعلق لرونکي سينيټران اؤ، صوبائي وزيران اؤ دصوبائي اسمبلۍ دغړو اؤ لوړپوړو چارواکو يو هيئت هم ملگرى دى.

کابل کې ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله سره دليدنې په مهال وزيراعلي پرويز خټک دترهه گرۍ په ضد جگړه کې خيبرپښتونخوا ته داوښتو ټولنيزو اؤ اقتصادي زيانونو يادونه کړې اؤ خيبرپښتونخوا کې دميشتوؤ کډوالو په اړه يې دصوبې په امنيت رڼا اچولې ده.

دستر انتظامي مشر ډاکټر عبدالله ددفتر څخه جاري شوي يو بيان کې دعبدالله له خُلې وئيل شوي دي چې هغه دخيبرپښتونخوا وزيراعلي ته وئيلي دي چې پاکستان ته په دغه هيواد کې دميشتوؤ افغان کډوالو سره ښه سلوک کول پکار دي.

په دغه مهال پرويز خټک وئيلي دي چې دپاکستان وفاقي اؤ صوبائي حکومتونه افغانستان کې دحالاتو دښه کولو اؤ دتيرو څو مياشتو راهسې دځنډيدلو امن خبرو دبحالۍ لپاره کار کوي.

هغه وويل چې پاکستانيان افغانان خپل وروڼه گڼي اؤ هغوي به افغانستان سره په سياسي، تجارتي، اقتصادي اؤ دکډوالو په معاملو کې مرسته کوي.

همدغه شان ډاکټر عبدالله پاکستاني هيئت ته وئيلي دي چې ديووالي حکومت اووه مياشتې دمخه دجوړيدو څخه راپديخوا نړۍ سره داړيکو دښه کولو هخه کوي اؤ داړيکو په ښه کولو کې گاونډيانو دټولو پسر کې راځي، ښاغلي عبدالله هيله څرگنده کړې ده چې پاکستتان سره شروع کړل شوې رابطې به ښې نتيجې ورکړي.

ستر انتظامي مشر وويل چې په بيلا بيلو څانگو کې مرسته دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ مرسته ددواړو هيوادونو په گټه ده.

سرچينې وائي ډاکټر عبدالله دا هم وويل چې افغان حکومت دبهرنو هيوادونو څخه دافغان کډوالو دراستنولو لپاره په يو منظمه منصوبه کار کوي اؤ په پاکستان يې ټينگار وکړو چې په دغه منصوبه عمل درامد کيدو پورې دې افغان کډوالو سره ښه سلوک وکړي.

راپورونه وائي ددغه ليدنې په مهال دواړو خواؤ په دې خبره اتفاق کړى چې دامنيت دټينگښت اؤ خپل مينځي اړيکو دمضبوطولو لپاره هغوي ته په يو بل دبې باورۍ ختمولو لپاره په لاس کې دموجودو موقعو څخه گټه پورته کول پکار دي.

ددواړو مشرانو ترمينځ دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ په تجارتي اړيکو هم خبرې شوي اؤ ددغو اړيکو دنورو مضبوطولو په ضرورت زور راوړل شوى.

په دغه مهال ډاکټر عبدالله وويل چې افغان حکومت خيبرپښتونخوا سره دتجارتي اؤ اقتصادي اړيکو دمضبوطولو ترڅنگ دوه اړخيزه ثقافتي اړيکو ته ودې ورکولو کې هم زړۀ خوښي لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG