لاس رسیدونکی لینک

دصوماليه دتعليم په وزارت حمله کې ١٥ کسان وژل شوي


پوليس وائي چې ديو موټري بم په نتيجه کې درنه چاؤدنه شوې اؤ وروستو حمله کوونکي په ودانۍ حمله اؤ ډزو کولو کې بريالي شوي

صوماليه کې فعاله تندروه ډلې الشباب دنهې په ورځ پلازمينه موغاديشو کې په يوه حکومتۍ ودانۍ دشوې هاغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې چې پکې ١٥ کسان وژل شوي دي.

پوليس وائي چې ديو موټري بم په نتيجه کې درنه چاؤدنه شوې اؤ وروستو حمله کوونکي په ودانۍ حمله اؤ ډزو کولو کې بريالي شوي، ايسوسي ايټډ پريس پخپل راپور کې وئيلي دي چې وسله والو دوزارت ځينې کارکوونکي يرغمال کړي خو دصوماليه چارواکو وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې امنيتي ځواکونو اؤ دافريقائي اتحاد ځواکونو دسيمې کنټرول بيرته اخستى.

په داسې حال کې چې حکومتي ځواکونو وداني بيرته تر خپل کنټرول لاندې راوستي اؤ جگړه پاې ته رسيدلې ، معلومه نۀ ده چې دغه حمله کې وسله وال جنگيالي هم وژل شوي اؤ که هغوي په تيښته کې بريالي شوي دي.

په کومه ودانۍ چې حمله شوې په هغې کې دپيټروليم اؤ معدنياتو وزارتونه هم موقعيت لري.

روانه مياشت کې له دې وړاندې الشباب دکينيا په يوه يونيورسټۍ حمله کړې وه اؤ ١٤٨ کسان يې وژلي وؤ الشباب وئيلي وؤ چې دغه حمله په گاونډي هيواد صوماليه کې دکينيا دپوځ دکارروايۍ انتقام دى.

دصوماليه حکومت دالشباب د١١ؤ مشرانو چې پکې ددغه ډلې اؤ په کينيا کې دقتل عام منصوبه جوړونکى هم شامل دي پسرونو انعامونه ويستلي دي.

ددغو انعامونو اعلان دتيرزيارت په ورځ شوى ؤ چې پکې دالشباب دمشر احمد عمر ابو عبيد دنيولو لپاره د250,000ؤ ډالرو انعام هم شامل دى اؤ په نورو خطرناکو لسو جنگيالو د100,000ؤ څخه تر 150,000 ډالر انعام شامل دى.

XS
SM
MD
LG