لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنيتي شورا په حوثي ياغيانو بنديزونه ولگول


 دملگرو ملتونو امنيتي شورا يا سيکورټي کونسل يمن کې فعاله حوثي ياغيانو ته دوسلې په ورکړه بنديز لگولى اؤ دياغيانو مشر اؤ ديمن دپخواني صدر دځوې اثاثې يې منجمد کړي دي.
دملگرو ملتونو امنيتي شورا يا سيکورټي کونسل يمن کې فعاله حوثي ياغيانو ته دوسلې په ورکړه بنديز لگولى اؤ دياغيانو مشر اؤ ديمن دپخواني صدر دځوې اثاثې يې منجمد کړي دي.

دملگرو ملتونو امنيتي شورا يا سيکورټي کونسل يمن کې فعاله حوثي ياغيانو ته دوسلې په ورکړه بنديز لگولى اؤ دياغيانو مشر اؤ ديمن دپخواني صدر دځوې اثاثې يې منجمد کړي دي.

١٥ کسيزې امنيتي شورا دنهې په ورځ خپله غونډه کې داردن اؤ خليجي عرب رياستونو له لوري وړاندې کړل شوى قرارداد د١٤ؤ ووټونو په دروند اکثريت سره منظور کړى، دامنيتي شورا مستقل غړي ووټنگ کې برخه نۀ ده اخستې.

دقرارداد دمنظوريدو څخه وروستو امنيتي شورا کې دوينا په مهال ملگرو ملتونو کې دروس سفير وټالى چرکن وويل روس قرارداد کې ديمن دشخړې ټولو خواؤ څخه په فوري توگه داوربند اؤ امن مذاکراتو دشروع کولو دغوښتنې دشاملولو تجويز کړى ؤ ، دکوم دمنلو څخه چې عرب هيوادونو انکار کړى ؤ.

روسي سفير وويل هيواد يې غوښتنه کړې وه چې دوسلې دورکړې دبنديز قرارداد دې نور موثره کړل شي ځکه ټول ته معلومه ده چې يمن دوسلو څخه ډک دى.

هغه وويل دنړيوالې ادارې له لوري دنهې په ورځ منظور شوى قرارداد يمن کې روانه شخړه کې دنورې اضافې لپاره استعماليدل نۀ دي پکار.

دقرارداد له لارې امنيتي شورا ديمن دپخواني صدر علي عبدالله صالح دځوې اؤ دصدر دمحافظې پوځي دستې ري پبلکن گارډز دپخواني مشر احمد صالح اؤ دشيعه ياغي ډلې مشر عبدالمالک الحوثي په ټوله نړۍ کې موجودې اثاثې منجمدې اؤ په دواړو مشرانو سفري بنديزونه ولگول.

قرارداد کې ياغيانو څخه پلازمينې صنعاء اؤ دهغوي تر قبضې لاندې نورو سيمو څخه دوتلو غوښتنه شوې ده.

امنيتي شورا دوړاندې څخه په پخواني صدر اؤ دوؤ سينئر حوثي مشرانو دغه بنديزونه لگولي، دنوي قرارداد دمنظوريدو صورت کې به په دغو ټولو پينځوؤ واړو کسانو دوسلې په ترلاسه کولو بنديز وي.

ديمن په پخواني صدر عبدالله صالح اؤ دحوثي ياغيانو په گڼو مشرانو تيرکال دنومبر په مياشت کې دغه رقم بنديزونه لگول شوي دي.

دسعودي عرب په مشرۍ دائتلافي هيوادونو جنگي جهازونه يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي حملې کوي چې پکې يې دخالي په ورځ عدن کې دلوبو يو سټيډيم هم په نخښه کړى ؤ.

دائتلاف ديو وياند ترمخه ايران پلوه شيعه ياغيان اوس هم دپوځي سازوسامان دذخيره کولو لپاره سکولونه اؤ دلوبو ميدانونه کاروي.

دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونه ايران پلوه حوثي ياغيان اؤ پخوانى صدر علي عبدالله صالح ديمن دکنټرول دترلاسه کولو دمخنيوي په غرض فضائي حملې کوي، دغه ائتلاف غواړي چې د سعودي پلوه صدر عبدالربو منصور هادي حکومت بيا بحال شي.

ديمن په جگړه کې تر دې مهاله د٦٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ ديو لکو څخه زيات پخپلو کورونو پريښودو مجبور شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG