لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دروس لخوا ايران ته دعصري ميزائيل په ورکولو دامريکا انديښنې


 دسپينې ماڼۍ وينا ده چې خارجه وزير جان کيري په ټيليفون خپلي روسي سيال سره په دغه معامله خبرې اترې کړي دي.
دسپينې ماڼۍ وينا ده چې خارجه وزير جان کيري په ټيليفون خپلي روسي سيال سره په دغه معامله خبرې اترې کړي دي.

دروس صدر ولاديمير پيوټن ايران ته دروسي ساخته عصري ميزائل ددفاعي نظام ايس-300 دورکولو منظوري ورکړې ده.

په عين حال کې دامريکا دخارجه محکمې له لوري ايران ته دروس لخوا دعصري دفاعي نظام ورکولو څخه په بنديز پورته کولو سخت ردعمل مخې ته راغلى اؤ وائي چې دبهرنو چارو وزير جان کيري په دغه اړه دواشنگټن دانديښنو څخه نيغ په نيغه دروس خارجه وزير سرگۍ لاروف خبر کړى دى.

دسپينې ماڼۍ وينا ده چې خارجه وزير جان کيري په ټيليفون خپلي روسي سيال سره په دغه معامله خبرې اترې کړي دي.

دروسي حکومت دويب سائټ ترمخه صدرپيوټن دگل په ورځ په يوه حکمنامه لاسليک کړى دکوم لاندې چې به ايران ته دځمکې څخه فضاء کې د وار کوونکي نظام په خرڅولو ستمبر ٢٠١٠م کې لگيدلى بنديز پورته کړل شوى دى.

له دې وړاندې دروس حکومت دگل په ورځ پخلى کړى ؤ چې ددواړو هيوادونو ترمينځ دتيلو په بدله کې دمصنوعاتو تجارت هم دتير يو کال راهسې روان دى کوم چې ددې خبري غمازي کوي چې روس ايران سره خپلې اړيکې معمول ته راولي اؤ ورسره دوه اړخيزه تجارتي اړيکو ته ليواله دى.

دروس لخوا دغه دواړه اعلانونه دشپږو نړيوالو طاقتونو اؤ ايران ترمينځ دتهران دجوهري پروگرام په اړه دشوي عبوري تړون څخه يواځې څو ورځې وروستو مخې ته راغلي دي.

ماسکو کال ٢٠٠٧م کې ايران سره د٨٠ؤ کروړو ډالرودمصرف دايس -٣٠٠ ميزائيل دورکولو په يو تړون لاسليکونه کړيوؤ، خو درې کاله پس روس دغه تړون وروستو له هغې منجمد کړى ؤ چې دملگرو ملتونو امنيتي شورا دايران په ضد بنديزونه لگولي وؤ.

دامريکا دخارجه محکمې ښځينه وياندې ميري هارف وئيلي دي چې دايس -٣٠٠ ميزائيل ايران ته منتقلي دملگرو ملتونو دامنيتي شورا دموجوده بنديزونو خلاف ورزي نۀ ده خو امريکا گڼي چې سيمه کې دروانو حالاتو په تناظر کې ددې دخرڅولودا وخت نۀ دى.

هغې دا هم وئيلي دي چې امريکا نۀ گڼي چې دوسلې دمنتقلۍ په نتيجه کې به ايران سره مذاکراتو کې د شاملو شپږو نړيوالو طاقتونو په ائتلاف کومه اغيزه وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG