لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: په څلورو ضلعو کې د پوليو درې ورځنۍ کمپائن ځنډول شوی


چارواکو وئيلي په تېر کمپائن کې د پوره تحفظ او اسانتياؤ باوجود ټيمونه ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو په ټاکلي هدف حاصلولو کې نه وو کامياب شوي
چارواکو وئيلي په تېر کمپائن کې د پوره تحفظ او اسانتياؤ باوجود ټيمونه ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو په ټاکلي هدف حاصلولو کې نه وو کامياب شوي

د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبه او قبائيلي سيمو کې نن د گل د ورځې نه د پوليوضد درې ورځنی کمپائن پېل شوی ، خو راپورونه وايي د صوبې په څلورو ضلعو کې د پوليو ټيمونو د ناقصه کارکردگۍ په وجه په دغو سيمو کې کمپائن ځنډول شوی دی .

د خېبرپښتونخوا او قبائيلي سيمو د صحت د محکمې د چارواکو په وينا د پوليو ضد درې ورځني کمپائن کې به په دواړو سيمو کې د پينځه ؤ کالو نه د کم عمرد ۲۱ لاکو نه زياتو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکولی شي .

خو ځايي ميډيا د خېبرپښتونخوا صوبې د محکمه صحت د چارواکو د خلې وايي ، چې د صوبې په څلورو ضلعو بونېر، سوات ، لکي مروت او صوابۍ کې د پوليو ټيمونو د ناقصه کارکردگۍ په وجه په دغو ضلعو کې درې ورځنی کمپائن ځنډول شوی دی .

چارواکو وئيلي په تېر کمپائن کې د پوره تحفظ او اسانتياؤ باوجود ټيمونه ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو په ټاکلي هدف حاصلولو کې نه وو کامياب شوي ، او په دغې لړ کې چارواکو د څلورو واړو ضلعو د اړونده چارواکو نه وضاحت غوښتی دی . چارواکي وايي په دغو ضلعو کې به د پوليو کمپائن چلولو پرېکړه وروستو کولی شي .

د صوبې په څلورو ضلعو کې د پوليو ضد درې ورځني کمپائن ځنډېدو وروستو نن د گل د ورځنې نه په ۲۰ ضلعو کې کمپائن پېل کړی شوی دی .

د خېبرپښتونخوا صوبې د صحت د محکمې د چارواکو په وېنا په ۲۰ ضلعو کې روان درې ورځني کمپائن کې به د پينځه ؤ کالو نه د کم عمر ۱.۴ملينه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي .

دغه رنگ په قبائيلي سيمو کې به اووه لاکه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي ، خو چارواکي وايي په اورکزۍ ايجنسۍ کې هم د امنيت د ستونزو له کبله د پوليو درې ورځنې کمپائن ځنډول شوی دی .

راپورونه وايي پاکستان کې روان کال کې تراوسه پورې د پوليو ۲۱ کېسونه مخې ته راغلي چې پکې شپږ په قبائيلي سيمو، اته په خېبرپښتونخوا صوبه ، درې په بلوچستان او څلور په سندهـ صوبه کې ريکارډ شوي دي .

پاکستان د نړۍ په هغو درېو هېوادونو کې په سر کې شامل دی چرته چې د پوليو وائرس شتون لري ، د پاکستان نه علاوه افغانستان او نائيجيريا کې د پوليو جراثيم موجود دي .

چارواکي وايي پاکستان کې د امنيتي ستونزو او د پوليو په ټيمونو د حملو له کبله ټول ملک کې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي په صحيح طريقې سره ورنه کړی شي ، ځکه په ملک کې دغه رنځ لا موجود دی .

د صحت نړيواله اداره په عالمي کچه د پوليو ۸۰ فيصده زمه وار پاکستان گڼي ، او د ادارې لخوا په دغه لړ کې تېر کال په پاکستان ځينې سفري بندېزونه هم لگول شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG