لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: دمزدورانو په وژنه کې د ککړو په گډون ۱۳ وسله وال وژل شوي


په وژل شوؤ وسله والو کې په ناتاره ډزو د وژل شوؤ ۲۰ مزدورانو په قتل کې ککړ ملزمان هم شامل دي
په وژل شوؤ وسله والو کې په ناتاره ډزو د وژل شوؤ ۲۰ مزدورانو په قتل کې ککړ ملزمان هم شامل دي

د پاکستان بلوچستان صوبې د تربت علاقې سره نزدې کېچ ضلع کې د ملېشې ځواکونو په عملياتو کې ۱۳ مشکوک وسله وال وژل شوي دي .

د چارواکو په وېنا په وژل شوؤ وسله والو کې په ناتاره ډزو د وژل شوؤ ۲۰ مزدورانو په قتل کې ککړ ملزمان هم شامل دي .

د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې په تربت علاقه کې ۲۰ مزدوران په داسې مهال وژل شوي وو، چې هغويې په کېمپ کې په خوب اوده وو، دغو مزدورانو به د يو پُل په جوړېدو کې کار کولو .

د چارواکو په وېنا د ملېشې ځواکونو د استخباراتي ادارو د غړو سره په گډه د تربت سيمې نه ۱۵ کلوميټره لرې په گوگدان علاقه کې د وسله والو په ضد عمليات کړي ، او نښته کې ۱۳ مشکوک وسله وال وژل شوي چې پکې د مزدورانو په وژنه کې ککړ ملزمان هم شامل دي .

چارواکو وئيلي د ليويز او پوليس سرتيري هم د وسله والو سره مقابلې له راغوښتل شوي وو .

تربت کې د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې چې د نامعلومو وسله والو په ناتاره ډزو کې په خوب اوده ۲۰ مزدوران وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو ، د هغو تعلق د سندهـ او پنجاب صوبو سره وو .

د دغه پېښې وروستو د قاتلانو د لټون دپاره په تربت کې په غټه کچه د لټون عمليات پېل کړی شوي وو .

تربت د بلوچستان صوبې په حساسه ضلعو کې شمارل کيږي ، او دا د وزيراعلي بلوچستان ډاکټرعبدالمالک بلوچ پلارنۍ سيمه ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG