لاس رسیدونکی لینک

د يمن شخړې په لړکې د سعودي عرب وزير پاکستان ته رسېدلی


د سعودي عرب د وزير د پاکستان د راتگ مقصد د پاکستان د سياسي مشرانو سره د يمن د شخړې او هواري په لړ کې د پاکستان د کردار په اړه خبرې اترې کول دي .

د سعودي عرب د حکومت يو وزير د اتوار په شپه پاکستان ته رسېدلی ، او هلته به هغه په يمن کې په روانه شخړه د پاکستان د ممکنه کردار په اړه د حکومتي چارواکو سره خبرې اترې کوي .

د اتوار په شپه پلازمينه اسلام اباد ته په رسېدو هوائي اډه باندې خبريالانو سره خبرو کې د سعودي عرب د مذهبي امورو وزير صالح بن عبدالعزيز بن محمدالشېخ ووئيل چې د پاکستان پارليمان کې د يمن په اړه منظور کړی شوی قرارداد د پاکستان منځنۍ معامله ده ، او هغه پرې د تبصرې کولو نه ډډه وکړه .

هغه ووئيل د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ ښې اړيکې دي ، او سعودي عرب د دغو اړيکو نه د خېرطمع لري .

د سعودي عرب وزير زياته کړه پاکستان د مسلم امه يو غټ او مهم ملک دی او سعودي عرب ـ پاکستان سره اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي .

بل لور ته سعودي عرب د ايران لخوا يمن کې د عرب ملکونو د فضائي حملو د ودرولو غوښتنه رد کړې ده ، او د سعودي عرب خارجه وزير سعودالفېصل د اتوار په ورځ رياض کې يوې خبرې غونډې ته په وېنا کې وئيلي ، چې ايران ته د دغې غوښتنې حق نه لري .

د سعودي عرب د مذهبي امورو د وزير د دورې نه وړاندې تېره اوونۍ د ايران خارجه وزير جواد ظريف هم د پاکستان سفر کړی ؤ ، او د پاکستان په مشرانو يې زور راوړی ؤ چې د يمن په جنگ کې د پوځ لېږلو په ځايې هلته د امن دپاره د خبرو اترو ملاتړ وکړي .

د سعودي عرب د وزيرد تگ نه دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پارليمان د څو ورځو په روانه گډه غونډه کې د يمن په شخړه کې د پاکستان د پوځ د گډون کولو امکان رد کړی شوی ؤ .

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمداصف پارليمان ته وئيلي ؤ ، چې سعودي عرب په يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو په ضد د عرب ملکونو په عملياتوکې د برخې اخيستو دپاره د پاکستان نه د زمکني ، سمندري او هوائي پوځ مرسته غوښتې ده .

د سعودي عرب په مشرۍ د خليجي هېوادنو د اتحاد لخوا په يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو په ضد د فضائي عملياتو پېل کېدو نه پس خواجه اصف د يو لوړ پوړي پلاوي سره د سعودي عرب په دوره ورغلی ؤ ، او يمن کې د روان جنگ په اړه يي د سعودي عرب د چارواکو سره خبرې اترې کړې وې .

خو په پارليمان کې د يمن په شخړه او د پاکستان ـ سعودي عرب سره د ملگرتيا په اړه د څو ورځو د بحث وروستو يو متفقه قرارداد منظور کړی شوی ؤ ، چې پکې د سعودي عرب په مشرۍ د عرب هېوادونو لخوا په جوړ پوځي اتحاد کې د پاکستان د گډون وړانديز رد کړی شوی ؤ .

او وئيل شوي ؤ ، چې د پاکستان حکومت دې يمن کې د روانې شخړې د فريقېنو ترمينځ د درېم گړي کردار ادا کړي .

د سرکاري ميډيا ترمخه د سعودي عرب د وزير د پاکستان د راتگ مقصد د پاکستان د سياسي مشرانو سره د يمن د شخړې او هواري په لړ کې د پاکستان د کردار په اړه خبرې اترې کول دي .

د خبري ادارې "رويټرز" ترمخه د سعودي عرب د وزير اسلام اباد کې د قيام په مهال د ليدنو تفصيل نه دی جاري کړی شوی ، خو په اسلام اباد کې د خارجه دفتر يو چارواکي خبري ادارې ته وئيلي د سعودي عرب وزير به د نهې په ورځ بيرته خپل ملک ته ستنېږي .

XS
SM
MD
LG