لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان په پوله مومندايجنسۍ کې ۱۰ وسله وال وژل شوي


د راپورونو ترمخه وسله وال تېره شپه ناوخته د پاکستان او افغانستان په پوله د مومندايجنسۍ په شونکړۍ علاقه کې دې اړخ ته راوړېدل .
د راپورونو ترمخه وسله وال تېره شپه ناوخته د پاکستان او افغانستان په پوله د مومندايجنسۍ په شونکړۍ علاقه کې دې اړخ ته راوړېدل .

د پاکستان د پوځ مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار ترمخه د افغانستان لوري نه د پاکستان قبائيلي سيمې مومندايجنسۍ په پوله دې لورې ته راوړېدونکي ۱۰ وسله وال وژل شوي دي .

ځايي ميډيا د پاکستان د پوځ له خلې وايي ، چې تېره شپه ناوخته د افغانستان د لوري نه د پاکستان قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په پوله د شونکړۍ په علاقه کې تر ۱۵ پورې وسله وال دې لورې ته راوړېدل ، چې امنيتي ځواکونو په گېره کې واخيستل او بيا په نښته کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي .

د راپورونو ترمخه د وژل شوؤ وسله والو مړي امنيتي ځواکونو په ولقه کې اخيستي ، د مومند ايجنسۍ د غلنۍ مرکزي روغتون ته راوړل شوي دي .

سرچينې وايي په وژل شوؤ وسله والو کې د نهه کسانو عمرونه د ۲۵ نه تر ۳۰ کالونو او د يو کس عمر د ۵۰ کالو پورې دی ، او د دويې پېژندگلو لا نه ده شوې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG