لاس رسیدونکی لینک

د القاعده برصغيرڅانگې منلې، ډرون بريدونو يې مهم کمانډران وژلي


د تېرو ۱۱ مياشتو په موده کې د القاعده په برصغيرڅانگه د ډرون ۱۰ بريدونه شوي چې پکې د دغې ډلې ۵۰ غړي او ۵۰ پلويان وژل شوي دي .

د القاعده ډلې د برصغيرڅانگې وياند اسامه محمود مطبوعاتو ته په لېږلي يو بيان کې منلې ، چې په تېرو ۱۱ مياشتو کې د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبائيلي سيمه وزيرستان کې امريکايي بې پائيلټه ډرون بريدونو کې د القاعده د برصغيرڅانگې د نائب امير په گډون مهم کمانډران وژل شوي دي .

د القاعده د برصغيرڅانگې لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې په دغو بريدونو کې د القاعده د برصغيرڅانگې نائب امير استاد احمدفاروق او يو بل مشر قاري عمران هم وژل شوي دي .

د بيان ترمخه استاد احمدفاروق په ۱۵م جنورۍ د جنوبي وزيرستان په شوال سيمه کې شوې ډرون بريد کې ، او قاري عمران د جنورۍ په پينځمه نېټه په دته خېل سيمه کې په ډرون بريد کې وژل شوی ؤ .

بيان زياتوي چې د تېرو ۱۱ مياشتو په موده کې د القاعده په برصغيرڅانگه د ډرون ۱۰ بريدونه شوي چې پکې د دغې ډلې ۵۰ غړي او ۵۰ پلويان وژل شوي دي .

د القاعده د برصغيرڅانگې نائب اميراستاد احمدفاروق چې دغه ډلې يې په ډرون کې د وژنې خبر منلی دی .

د ۳۸ کلن احمدفاروق تعلق د کراچۍ سره ؤ هغه د کراچۍ د بنوري ټاؤن د دينې مدرسې نه د دينې تعليم حاصلولو سره په عصري تعليم کې څوارلسم (گريجوېشن) پاس کړی ؤ .

هغه د ۹/۱۱ نه وروستو په القاعده کې شامل شوی او په کال ۲۰۰۹م کې دا لمړی پاکستانی ؤ چې د دغه ډلې د جنوبي ايشيا دپاره وياند مقرر کړی شوی ؤ . دغه رنگ احمدقاروق په کال ۲۰۱۲م کې پاکستان او افغانستان کې دالقاعده ډلې د جنگي عملياتو مشر او د سيمې د دغه ډلې د ماليي مشر هم پاتې شوی دی .

د پاکستانۍ ميډيا ترمخه نن د اتوار په ورځ د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبائيلي سيمې جنوبي اوشمالي وزيرستان په گډه پوله شوال علاقه کې د امريکايي بي پائيلټه ډرون الوتکې په بريد کې څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي .

د راپورونو ترمخه د بې پائيلټه ډرون الوتکې بريد چې نن د اتوار په ورځ شوی دی ، پکې د مشکوکو وسله والو يو مرکز دوه ميزائيلي داغل شوي دي .

راپورونه وايي په بريد کې د وژل شوؤ څلورو مشکوکو وسله والو تعلق د لاقانونه گرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان د سجنا ډلې سره دی .

ولي د امنيتې سرچينو لخوا د دغه ډرون بريد تائيد نه دی شوی .

پاکستان په خاوره تل د ډرون بريدونو غندنه کړې او د خپلې خودمختارۍ په ضد يې گڼي .

خو امريکا د ډرون بريدونو دفاع کوي او د ترهگرۍ په ضد يې موثره وسله وگرځوي .

XS
SM
MD
LG