لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرب اتحاد په يمن کې د ۵۰۰ حوثي ياغيانو د وژنې ادعا کړې


د سعودي عرب د دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه د جمعې په ورځ د سعوي عرب په پوله نجران صوبه کې د ېوې مارټرگولې په بريد کې درې سعودي عسکر هم وژل شوي دي .
د سعودي عرب د دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه د جمعې په ورځ د سعوي عرب په پوله نجران صوبه کې د ېوې مارټرگولې په بريد کې درې سعودي عسکر هم وژل شوي دي .

د سعودي عرب په مشرۍ د اتحادي ملکونو لخوا په يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد فضائي عمليات دوام لري ، او د سعودي عرب د دفاع وزارت ترمخه په دغو عملياتو کې تراوسه پورې ۵۰۰ شيعه وسله وال وژل شوي دي .

د سعودي عرب د دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه د جمعې په ورځ د سعوي عرب په پوله نجران صوبه کې د ېوې مارټرگولې په بريد کې درې سعودي عسکر هم وژل شوي دي .

بيان کې زياته کړی شوې چې سعودي عرب د خپلو خليجې اتحاديانو سره په گډه په ۲۶م مارچ يمن کې د حکومت مخالفه شيعه ياغيانو په ضد فضائي عمليات پېل کړي ، او تراوسه پورې يې ۱۲۰۰ حملې کړي دي .

د چارواکو په وينا په دغو عملياتو کې ساحلي ښار عدن کې ترسره شوې هغه عمليات هم شامل دي چې پکې ۲۲ کسان وژل شوي وو .

د سعودي عرب په مشرۍ د حوثي ياغيانو په ضد روانو عملياتو په نتيجه کې د ياغيانود پرمختگ په قلاره کړی شوی ، خو تراوسه پورې هغويې په مکمله توگه ودرول شوي نه دي .

د دې ترڅنگ د اتحاديانو سمندري جنگي جهازونو په جنوبي ښار عتق سره نزدې په اهدافو گوله باري کړي ده ، چرته چې حوثي ياغيان او د پخواني صدر علي عبدالله صالح وفادار يو ځايې شوي دي .

سعودي عرب او اتحاديان يې گڼي ، چې ايران د حوثي ياغيانو ملاتړ کوي ، خو تهران دغه تورونه ردوي او د شخړې په پرامنه توگه د حل کولو په خبره زور راوړي .

شيعه حوثي ياغيانو تېر کال د ستمبر په مياشت کې د يمن پلازمينه صنعا باندې قبضه کړې او د هغې وروستو يې د ملک په نورو برخو کې د سرکاري ځواکونو او نورو قبائيلو سره جگړه روانه ده .

يمن کې د خانه جنگۍ حالات جوړ شوي دي ، او دا اندېښنه څرگنديږي که چرته دغه حالات زر ښه نه شو نو دغه هېواد به د تباهۍ ښکار شي او يو ناکام رياست به وگرځي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG