لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : نښته کې يو عسکر اؤپينځه جنگيالي وژل شوي


 دسرچينو وينا ده چې دخالي په سحر وسله والو جنگيالو دته خيل سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې يو عسکر ووژل شو.
دسرچينو وينا ده چې دخالي په سحر وسله والو جنگيالو دته خيل سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې يو عسکر ووژل شو.

سرچينې وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دخالي په سحر وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته حمله کړې اؤ يو پوځي يې وژلى دى، ځوابي کارروايۍ کې هم ٥ جنگيالي وژل شوي دي.

ددغه حملې مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى خو له دې وړاندې دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې په امنيتي ځواکونو دترسره شوؤ زياترو حملو ذمه واري پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې ده.

دسرچينو وينا ده چې دخالي په سحر وسله والو جنگيالو دته خيل سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې يو عسکر ووژل شو.

دسرچينو وينا ده چې ددغه ناڅاپي بريد څخه وروستو په پوسته گمارلو عسکرو هم ځوابي عمليات پيل کړل چې پکې پينځه جنگيالي ووژل شول اؤ دهغوي دقبضې څخه يې وسله هم لاسته راوړه.

سرچينې وائي چې دپيښې وروستو امنيتي ځواکونو سيمه کې دنورو حمله کوونکو دنيولو لپاره دلټونې عمليات پيل کړي دي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن هڅې ناکامه شوې اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

پوځ په دغو عملياتو کې ددوؤ زرو څخه دزياتو ترهه گرو دوژلو دعوه کوي اؤ وائي ٢٠٠ؤ عسکرو هم دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دطالبانو لخوا دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول دحملې څخه وروستو پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې لاندې دورانکارو په ضد کارروايۍ روانې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG