لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذکي الرحمان لکهوي داډيالې جيل څخه خوشې کړل شو


دذکي الرحمان لکهوي وکيل ملک ناصر عباس رائيټرز ته وئيلي دي چې” لکهوي خوشې کړل شوى اؤ هغه اوس دجيل څخه بهر دى“ هغه وويل” زۀ نۀ يم خبر چې هغه به اوس چرته ځي“
دذکي الرحمان لکهوي وکيل ملک ناصر عباس رائيټرز ته وئيلي دي چې” لکهوي خوشې کړل شوى اؤ هغه اوس دجيل څخه بهر دى“ هغه وويل” زۀ نۀ يم خبر چې هغه به اوس چرته ځي“

دلاهورهائيکورټ دحکم څخه وروستو ٢٠٠٨م کې دممبۍ حملو دکيس مرکزي ملزم ذکي الرحمان لکهوي دپنجاب صوبې دراولپينډۍ داډيالې دجيل څخه خوشې کړل شوى دى.

دذکي الرحمان لکهوي وکيل ملک ناصر عباس رائيټرز ته وئيلي دي چې لکهوي خوشې کړل شوى اؤ هغه اوس دجيل څخه بهر دى هغه وويل زۀ نۀ يم خبر چې هغه به اوس چرته ځي

دپنجاب حکومت په ١٤م مارچ دذکي الرحمان لکهوي دنظربندۍ احکامات جاري کړي وؤ اؤ له دې يوه ورځ وړاندې داسلام اباد هائيکورټ دذکي الرحمان دخوشې کولو امر کړى ؤ.

داسلام اباد هائيکورټ په دغه امر هند کې سخت غبرگون مخې ته راغلى ؤ.

هندي حکومت په نوي ډيلي کې دپاکستان سفير عبدالباسط غوښتى ؤ اؤ دذکي الرحمان لکهوي دنظربندۍ په ختميدو يې دناخوښۍ څرگندونه کړې وه.

ذکي الرحمان لکهوي دخپلې نظربندۍ په ضد دلاهورهائيکورټ کې خواست جمع کړى چې داوريدنې څخه وروستو يې عدالت حکومت ته دذکي الرحمان لکهوي په سمدستي توگه دخوشې کولو امر کړى ؤ.

دتيرې اوريدنې په مهال حکومت دعدالت په وړاندې دليل خپل کړى ؤ چې لکهوي دهاغو خفيه اطلاعاتو په اساس نيول شوى چې ترې څرگنديږي که چرې هغه خوشې کړل شي نو ناقراري به پيدا کړي،عدالت حکومتي وکيل ته وئيلي وؤ چې دخپلو اطلاعاتو سرچينه دې ورسره شريکه کړي خو هغه په دغسې کولو کې ناکامه شوى ؤ.

راپورونه وائي چې ذکي الرحمان لکهوي تيره شپه خوشې کړل شوى ؤ.

دممبۍ حملو کې دغيرملکيانو په گډون ١٦٦ کسان وژل شوي وؤ اؤ هند ددغو حملوتور پاکستان کې په موجودې تندروه ډلې لشکرطيبه لگولى دى.

تيرکال په ١٨م دسمبردترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت دملزم ذکي الرحمان لکهوي په ضمانت دخوشې کولو امر کړى ؤ خو داسلام اباد انتظاميې دامن وامان دصورتحال دخرابيدو دانديښنې دقانون لاندې هغه نظربند کړى ؤ چې پکې دوه ځله ديوې ، يوې مياشتې پراختيا راوستل شوې وه.

تيرکال ددسمبر په مياشت کې هغه اسلام اباد کې شپږ کاله دمخه دتښتول شوي يو تن په مقدمه کې هم نيول شوى ؤ خودغه مقدمه کې هم لکهوي ته ضمانت ترلاسه شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG