لاس رسیدونکی لینک

صنعاء کې جنگي جهازونو عسکري هدفونه په نخښه کړي


ځايي اوسيدونکو رائيټرز ته دفون له لارې وئيلي دي چې فضائي حملو کې ددفاع دوزارت برخې اؤ نور تنصيبات په نخښه کړل شوي اؤ دغه حملې تر څو ساعتو روانې وې.

رائټرز پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دجوړ کړل شوي ائتلاف جنگي جهازونو دجمعې په ورځ سحر وختي ديمن پلازمينه صنعاء کې دوسلو دذخيره کولو هاغه ځائيونه په نخښه کړي چې دپخواني صدر علي عبدالله صالح پلوي عسکر يې استعمالوي.

ځايي اوسيدونکو رائيټرز ته دفون له لارې وئيلي دي چې فضائي حملو کې ددفاع دوزارت برخې اؤ نور تنصيبات په نخښه کړل شوي اؤ دغه حملې تر څو ساعتو روانې وې.

دصنعاء يو اوسيدونکي وئيلي دي چې هغوي درنې چاؤدنې اوريدلي دي.

له دې وړاندې اى ايف پي دجمعې په ورځ د چارواکو اؤ ځايي اوسيدونکو له خُلې وئيلي وؤ چې دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دجوړ کړل شوي ائتلاف جنگي جهازونو تيره شپه سختې فضائي حملې کړي دي.

يو ځايې اوسيدونکي په دغه اړه اى ايف پي ته وئيلي دي چې” په عدن کې حملې دزيارت په شپه لس بجې شروع شوي اؤ دعملياتو دپيل کيدو څخه راپديخوا تر ټولو سختې وې“

دعدن يو بل اوسيدونکي وئيلي دي چې دغه حملې دشپې تر ناوخته پورې دوامداره وې.

يو چارواکي وئيلي دي چې دشبوا صوبې په سرښار عتق کې هم سختې فضائي حملې شوي په دغو حملو کې دوسلو خوندي کولو ځائې هم په نخښه کړل شوى.

دعيني شاهدانو ترمخه دعدن شمال لوري ته دلهج ښار څخه گيرچاپيره دياغيانو ځايېونه هم په نخښه کړل شوي دي.

دسعودي عرب په مشرۍ دجوړ شوي ائتلاف جنگي جهازونو په يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد په ٢٦م مارچ فضائي حملې وروستو له هغې پيل کړې چې ياغيانو صدر عبد الربو منصور هادي عدن ته په تيښته مجبور کړو اؤ په پلازمينه يې قبضه وکړه، وروستو ديمن صدر هادي رياض ته رسيدلى ؤ.

امريکا دنهې په ورځ وئيلي وؤ چې دغه ائتلاف ته دوسلو ورکړه تُندوي.

XS
SM
MD
LG