لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې ديمن شخړه کې بې پلوه پاتې شي ،دپارلمان پريکړه


 قرارداد کې وئيل شوي دي چې دپاکستان حکومت دې ديمن په معامله بې پلوه اووسيږي
قرارداد کې وئيل شوي دي چې دپاکستان حکومت دې ديمن په معامله بې پلوه اووسيږي

يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو دپاکستاني پارلمان راغوښتل شوې گډه غونډه کې په متفقه توگه منظور کړل شوي قرارداد کې وئيل شوي دي چې پاکستان ته ديمن شخړه کې بې پلوه اوسيدل پکار دي اؤ ددغه بحران دخاتمې لپاره دې فعاله سفارتي کردار ادا کړي.

له دې وړاندې دپارلمان گډې غونډې ته دوينا په مهال دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف پخلى کړى ؤ چې سعودي عرب يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد روانو عملياتو کې پاکستان ته دځمکني، سمندري اؤ فضائي ځواکونو دمرستې خواست کړى ؤ.

دپاکستان حکومت دريځ لرلو چې دسعودي عرب سيمه ييز سالميت اؤ خپلواکۍ ته دخطرې پيښيدو په صورت کې به سخت ځواب وائي خو په پارلمان کې مخالفو سياسي گوندونو دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد روانو عملياتو لپاره دپاکستاني پوځيانو دليږلو مخالفت کړى ؤ اؤ حکومت ته يې مشوره ورکړې وه چې په دغه معامله کې دجوړجاړي اؤ مينځگړتوب کردار ادا کړي.

په ٦م اپريل دپارلمان راغوښتل شوې غونډه کې ديمن په معامله دپاکستان دامکاني کردار ادا کولو لړ کې تر پينځوؤ ورځو ورځو دبحث کيدو څخه وروستو دجمعې په ورځ دپاکستان دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په ١٢ؤ نکتو مشتمل يو قرارداد ايوان ته وړاندې کړى اؤ وئيلي يې دي چې دغه قرارداد ايوان کې دموجودو گوندونو داستازو درايې داتفاق څخه وروستو تيار کړل شوى دى.

قرارداد کې وئيل شوي دي چې دپاکستان حکومت دې ديمن په معامله بې پلوه اووسيږي اؤ يمن کې دې دسمدستي اوربند لپاره دې د ملگرو ملتونو امنيتي شورا اؤ او ائي سي کردار ادا کړي خو پارلمان دا هم وئيلي دي چې دسعودي عرب سيمه ييز سالميت يا حرمينو شريفينو ته دڅه رقم خطرې پيښيدو صورت کې به پاکستان دسعودي عرب سره اوږه په اوږه ولاړ وي اؤ پاکستان به دمقدسو ځائيونو حفاظت کوي.

پارلمان غوښتنه کړې ده چې اسلامي امت اؤ نړيواله ورورولي دې يمن کې دامنيت دټينگښت لپاره کردار ادا کړي

ايوان گڼي چې يمن کې دروانې جگړې نوعيت فرقه وارانه نۀ دى خو په فرقه وارانه شخړه کې دبدليدو امکان يې موجود دى دکوم چې دپاکستان په گډون په سيمه سختې اغيزې کيدى شي.

يمن کې خواؤشا دوه اوونۍ دمخه دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونو دحکومت مخالفه شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړي اؤ سعودي عرب دې عملياتو کې دپاکستان په گډون بيلا بيلو هيوادونو ته دشامليدو خواست کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG