لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد: په بهرنو ځواکونو ځانمرگي بريد کې څلور کسان وژل شوي


پېښه کې وژل شوي ټول کسان ملکي وگړي دي او امريکايي عسکر د بريد نه روغ وتي دي .
پېښه کې وژل شوي ټول کسان ملکي وگړي دي او امريکايي عسکر د بريد نه روغ وتي دي .

د افغانستان په ختيز کې د ننگرهار صوبې په سر ښار جلال اباد کې د امريکايي ځواکونو په کاروان ځانمرگی بريد شوی او په نتيجه کې يې څلور ملکي وگړي وژل شوي او ۱۲ ټپي شوي دي .

د راپورونو ترمخه دغه پېښه نن د جمعې په ورځ د جلال اباد هوائي ډگر سره نزدې رامنځته شوې ده ، او چارواکو وئيلي ځانمرگي د بارودو ډک موټر د بهرنو ځواکونو د کاروان څنگ ته الوزولی دی .

طالبانو د دغه بريد زمه واري په غاړه اخيستې ده .

د ننگرهار صوبې د پوليس مشر وئيلي ، چې پېښه کې وژل شوي ټول کسان ملکي وگړي دي او امريکايي عسکر د بريد نه روغ وتي دي .

جلال اباد کې د شورو په ورځ د پوځ دننه يو بريد کې امريکايي عسکر وژل شوی او اته نور ژوبل شوي وو ، د دغه پېښې پړه چا په غاړه نه وه اخيستې .

ننگرهار کې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د زيارت په ورځ د افغانستان د بلخ صوبې په سر ښار مزار شريف کې د محکمې په ودانۍ د وسله والو په يو ډله ييز بريد کې د يو پوليس افسر په گډون ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل شوي وو .

افغان امنيتي ځواکونو د دغه بريد په مهال څو حمله کوؤنکي وژلي او دغه نښته چې څو ساعته روانه وه ، يو خودکش پکې ځان الوزولی ؤ .

طالبانو د بريد زمه واري قبوله کړې او وئيلي يي ؤ ، دا بريد يې په زندانونو کې د بنديانو سره د بدې رويې ساتلو او د عدالتي نظام د دغې کار د مخې نيولو د ناکامۍ په بدل کې کړی دی .

افغانستان کې د حکومت مخالفه وسله والو د تشدد څخه ډک عمليات په داسې مهال زيات شوي چې په دغه هېواد کې د سپرلي عمليات پېل کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG