لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تيراه : فضائي حملو کې ٢٣ جنگيالي وژل شوي


 سرچينې وائي چې په دغو حملو کې دطالبانو څلور ځالې هم تباه کړل شوي دي
سرچينې وائي چې په دغو حملو کې دطالبانو څلور ځالې هم تباه کړل شوي دي

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دامنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوؤ فضائي حملو کې لږترلږه ٢٣ جنگيالي وژل شوي دي.

سرچينې وائي چې پوځي جهازونو دکوکي خيل په کنډاؤ اؤ کنډوغائبي سيمو کې دوسله والو جنگيالو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې ١٦ جنگيالي وژل شوي اؤ ١٠ نور ژوبل شوي دي.

همدغه شان په مهربان کلي، توردره اؤ وچى ونى کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې هم ٧ جنگيالي وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

سرچينې وائي چې په دغو حملو کې دطالبانو څلور ځالې هم تباه کړل شوي دي.

دوژل شوؤ جنگيالو تعلق دغيرقانوني گرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان اؤ سيمه کې دفعاله تندروه کمانډر منگل باغ په مشرۍ دکالعدم تنظيم لشکر اسلام سره ښودل کيږي.

تيره ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دخيبرايجنسۍ دتيراه سيمې دوره کړې اؤ په دغه مهال اراده څرگنده کړې وه چې دترهه گرو په ضد روان عمليات به منطقي انجام ته رسولى شي.

دپاکستان پوځ دعوه کوي چې دخيبرايجنسۍ عملياتو کې تر دې مهاله ٢٦٣ ترهه گر اؤ٣٥ جنگيالي وژل شوي دي.

خوقبائيلي سيمو پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله دپوځ له لوري عملياتو کې مخالف اړخ ته داوښتې مرگ ژوبلى په ازادانه توگه پخلى نه شي کيدى.

دپاکستان پوځ تيرکال داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دپوځ په وينا دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو ضرب عضب څخه خيبرايجنسۍ ته په گڼ شمير کې جنگيالي وتښتيدل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG