لاس رسیدونکی لینک

دذکي الرحمان لکهوي دخوشې کولو امر


ذکي الرحمان لکهوي خپله نظربندي دلاهورهائيکورټ کې چيلنج کړې وه

دپاکستان دپنجاب صوبې سرښار لاهور هائيکورټ دممبۍ حملې دکيس دمرکزي ملزم ذکي الرحمان لکهوي دنظربندۍ داحکاماتو دمعطل کولو اؤ دهغه دخوشې کولو امر کړى دى.

دهند دحکومت له لوري دلکهوي دخوشې کيدو دعدالتي امر په اړه تر دې مهاله کوم غبرگون مخې ته نۀ دى راغلى.

ذکي الرحمان لکهوي خپله نظربندي دلاهورهائيکورټ کې چيلنج کړې وه اؤ دريځ يې خپل کړى ؤ چې درويو بورډ داحکاماتو پرته حکومت دکوم اولسي وگړي پرله پسې په څلورم ځل دنظربندۍ حکم نۀ شي ورکولى.

دنهې په ورځ ددغه خواست داوريدنې په مهال دذکي الرحمان لکهوي وکيل عدالت ته وويل داسلام اباد هائيکورټ دذکي الرحمان لکهوي نظربندي کالعدم گرځولې وه خو په دغو احکاماتو دعمل درامد پځايې دهغه موکل په څلورم ځل ونيول شو.

عدالت سرکاري وکيل ته دنظربندۍ لړ کې دحساسو معلوماتو ورکولو اؤ ټول ريکارډ نن دزيارت په ورځ دوړاندې کولو امر کړى ؤ، کوم چې دپنجاب دحکومت له لوري وړاندې کړى شو خو په دغه ريکارډ دتسلۍ نۀ کيدو وروستو عدالت دذکي الرحمان لکهوي دخوشې کولو امر وکړو.

ذکي الرحمان لکهوي کال ٢٠٠٨م کې دهند اقتصادي مرکزممبۍ کېدترسره شوؤ ترهه گريزو حملودمنصوبه بندۍ تور کې دنوروشپږو کسانوسره کال ٢٠٠٩م کې پاکستان کې نيول شوى ؤ.

دممبۍ حملو کې دغيرملکيانو په گډون ١٦٦ کسان وژل شوي وؤ اؤ هند ددغو حملوتور پاکستان کې په موجودې تندروه ډلې لشکرطيبه لگولى دى.

تيرکال په ١٨م دسمبردترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت دملزم ذکي الرحمان لکهويپه ضمانت دخوشې کولو امر کړى ؤ خو داسلام اباد انتظاميې دامن وامان دصورتحال دخرابيدو دانديښنې دقانون لاندې هغه نظربند کړى ؤ چې پکې دوه ځله ديوې ، يوې مياشتې پراختيا راوستل شوې وه.

تيرکال ددسمبر په مياشت کې هغه اسلام اباد کې شپږ کاله دمخه دتښتول شوي يو تن په مقدمه کې هم نيول شوى ؤ خودغه مقدمه کې هم لکهوي ته ضمانت ترلاسه شوى دى.

دذکي الرحمان لکهوي دممبۍ حملو کيس کې په ضمانت دخوشې کيدو دحکم مخې ته دراتللو څخه وروستو هند په دې سخت ردعمل ښودلى ؤ اؤ دپاکستان حکومت دترهه گرۍ دمخنيوي دعدالت له لوري دلکهوي په ضمانت دخوشې کولوخلاف عدالت کې خواست جمع کړى.

XS
SM
MD
LG