د امريکې خارجه وزير جان کېري وئيلي ، واشنگټن په دې خبر دی چې ايران په يمن کې د جنگېدونکو حوثي ياغيانو ملاتړ کوي .
امريکايي ټي وي "پي بي اېس" سره يوه مرکه کې جان کېري وئيلي ، چې ايران دې پوهه شي که چرته په سيمه کې اړی گړی وي ، يا "خلک د نورو ملکونو په جنگونو کې ککړ وي نو امريکا به يي ولاړه ليدو ته پاتې نه شي" .
ايران په يمن کې د سرکاري ځواکونو او صدر عبدالربو منصور هادي وفادار قبائيلو سره په جگړه بوخت د شيعه حوثي ياغيانو د ملاتړ کولو د خبرې رد کوي .
ياغيانو د تېر ستمبر په مياشت کې د يمن پلازمينه صنعا باندې قبضه کړې وه او په وروستيو کې د ملک نورو سيمو پله پرمختگ کوي او په يمن کې د خانه جنگۍ حالات جوړ دي .
جان کېري وئيلي ، واشنگټن به د هغو ملکونو مرسته کوي چاته چې د ايران نه خطره وي " او د ايران د گامونو له کبله به امريکا د خپلو دوستانو او اتحاديانو ملگرتيا نه پرېږدي" .
سعودي عرب د خپلو عربو او خليجي اتحاد سره په گډه د تېرې مياشتې د اخرې نه په يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد فضائي حملې پېل کړي ، او په دغو پوځي عملياتو کې يې د مرستې دپاره د نورو ملکونو سره رابطې کړي دي .
يوه ورځ وړاندې امريکايي چارواکو وئيلي ؤ ، چې امريکا به سعودي عرب ته د وسلې ورکولو د عمل تېزولو نه علاوه هغويې سره استخباراتي معلومات شريکول هم سېوا کوي .