لاس رسیدونکی لینک

دتيراه عملياتو کې ٣٥ عسکر اؤ٢٦٣ ترهه گر وژل شوي،پوځ


جنرل باجوه پخلى کړى دى چې دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې روانو عملياتو خيبرټو کې تر دې مهاله ٢٦٣ ترهه گر اؤ ٣٥ عسکر وژل شوي دي.

دپاکستان دپوځ سرلښکرجنرل راحيل شريف وئيلي دي دترهه گرو تر ختميدو هيواد کې امنيت نۀ شي پځايې کيدى اؤ دترهه گرو په ضد روان عمليات به منطقي انجام ته رسولى شي.

دپاکستاني پوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه لخوا په ټوئټر دجاري شوي پيغام ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دوره کړې اؤ دترهه گرو په ضد روانو عملياتو کې دشوي پرمختگ جاج يې اخستى.

جنرل باجوه پخلى کړى دى چې دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې روانو عملياتو خيبرټو کې تر دې مهاله ٢٦٣ ترهه گر اؤ ٣٥ عسکر وژل شوي دي.

قبائيلي سيمو پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله دپوځ له لوري عملياتو کې مخالف اړخ ته داوښتې مرگ ژوبلى په ازادانه توگه پخلى نه شي کيدى.

پوځي وياند وئيلي چې سيمه کې دترهه گرو ځالې محدودې کړل شوي اؤ په دغو عملياتو کې چاته دتيښتې اجازه نۀ ده ورکړل شوې.

دپوځ سرلښکر خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد په عملياتو دبوختوعسکرو دارادې اؤ سيمې څخه دترهه گرو دخاتمې لپاره يې دقبائيلو دملاتړ ستائينه کړې ده.

ددغه دورې په مهال دپوځ سرلښکر ته سيمه کې دپوځ له لوري دروانو عملياتو په اړه دحال احوال تيرولو په مهال وئيل شوي دي چې دترهه گرو په ضد کارروايۍ دافغانستان پولې ته نزدې سيمو پورې کولى شي ، افغانستان ته غځيدلې دره مساتيل هم دپاکستاني پوځ په بشپړ کنټرول کې ده اؤ ترهه گر به تيښتې ته نۀ پريښودل کيږي.

دپوځ سرلښکر ته وئيل شوي چې ځانگړو انجنئيرانو ٣٩٢ کورني جوړ شوي بمونه ناکاره کړي دي.

په دغه موقع دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي دي چې دترهه گرو دله مينځه وړلو پورې امن نۀ شي پځايې کيدى،قام دوسله والو پوځونو قربانو ته دقدر په سترگه گوري اؤ دترهه گرو په ضد به روان عمليات منطقي انجام ته رسولى شي.

دپوځ سرلښکر وويل چې ترهه گر به بيرته ستنيدو ته پرې نه ښودل شي.

دپاکستان پوځ تيرکال داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دپوځ په وينا دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو ضرب عضب څخه خيبرايجنسۍ ته په گڼ شمير کې جنگيالي وتښتيدل.

XS
SM
MD
LG