لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې مخالف گوندونه يمن ته دپوځونو ليږلو مخالفت کوي


سينيټر عثمان خان وويل سعودي عرب کې مقدسو ځائيونو ته هيڅ خطره نشته
سينيټر عثمان خان وويل سعودي عرب کې مقدسو ځائيونو ته هيڅ خطره نشته

يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ په روانو عملياتو دپاکستاني پارليمان گډه غونډه کې مخالفو گوندونو ديمن جگړې لپاره دپوځونو دليږلو مخالفت کړى اؤ دپارلمان زياترو غړو حکومت ته مشوره ورکړي چې ديمن بحران کې دې دمينځگړتوب اؤ جوړجاړي کردار ادا کړى شي.

دپارليمان گډې غونډې ته دوينا په مهال دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سره تعلق لرونکي سينيټر عثمان خان وويل سعودي عرب کې مقدسو ځائيونو ته هيڅ خطره نشته اؤ ديمن دستونزې هوارى دې دملگرو ملتونو اؤ او ائي سي له لارې راوويستل شي.

هغه په واضحه لفظونو کې وويل چې پاکستان ته په يو صورت کې هم پوځ يمن ته ليږل نۀ دي پکار.

دپارليمنټ گډې غونډې ته دوينا په مهال دعوامي نيشنل پارټۍ( اى اين پي) سينيټر الياس بلور وويل دنورو په جگړو کې دپريوتو په وجه مونږ ډير څه بائيلل، خو تر ټولو زياته قرباني دخيبرپښتونخوا اولس ورکړې ده

هغه وويل که چرې يمن همدغسې پريښودل شي نو هلته به القاعده اؤ داعش خپل کنټرول سمبال کړي ځکه نو هغه حکومت ته خواست کوي چې په دغه سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره خپل کردار ادا کړي.

قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف ددوهم لويې سياسي گوند تحريک انصاف داطلاعاتو سکترې شيرين مزارې وويل دپاکستان پوځ نورو هيوادونو ته دنورو دجگړو کولو لپاره ليږل نۀ دي پکار اؤ زياته يې کړه چې زمونږ ميړني عسکر پخپل هيواد کې يوه جگړه کوي، هغوي دبهرنو جگړو لپاره توپې نۀ شي جوړيدى.

هغې وويل مونږ دسوويت يونين په ضد امريکائي جگړه وکړه اؤ ددغه جگړې نتيجې تراوسه زغمو

شيرين مزاري وويل دسعودي خواست ديمن دجنگ لپاره راغلى اؤ ددې خواست دسعودي عرب ددفاع سره هيڅ تعلق نشته، دهغې وينا وه اصل معامله دسعودي دحکومت دسلامتۍ نۀ بلکې ديمن دجنگ ده.

هغې وويل چې عمان ديمن گاونډي هيواد دى خو په دې جنگ کې برخه نۀ اخلي ځکه نو پاکستان ته هم ددې جنگ مخالفت کول پکار دي اؤ په بې پلوه اوسيدو سره يمن کې دامنيت دټينگښت لپاره ورته هڅې کول پکار دي.

دمتحده قومي موومنټ( ايم کيو ايم) سينيټر طاهر مشهدي پخپلو څرگندونو کې پوښتنه راولاړه کړه چې سعودي عرب غوره وسلې لري اؤ يمن سره هيڅ نشته نو بيا دسعودي عرب سلامتۍ ته اخر څه قسمه خطرې راولاړې دي؟

هغه وويل دپاکستان پوځ دطالبانو په شکل کې دزيات بې رحمه دښمن سره مقابله کوي ځکه نو پاکستان دکوم پردې ترشا جگړه نۀ شي زغملى.

همدغه شان دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) سره تعلق لرونکي سينيټر عبدالقيوم وويل دسعودي عرب پوله په اوؤ زرو ميلو موقعيت لري دکوم لپاره چې هغوي پوره پوځ نۀ لري اؤ دعوه يې وکړه چې سعودي عرب دداعش اؤ فرقه وارانه ستونزو سره مخ دى اؤ که چرې دې لړ کې هغوي ته مرسته پکار وي نو غور به پرې کولى شي.

عبدالقيوم وويل ديمن ستونزه مذهبي نۀ ده بلکې سياسي ده اؤ زياته يې کړه چې دقومي سلامتۍ په داؤ دلگولو پرته بايد دسعودي عرب په گډون دهر ملگري هيواد دسالميت لپاره دملگرو ملتونو دچارټر گام اخستل پکار دي.

هغه وويل چې پاکستان ته دپيښو ټولو کورنو اؤ بهرنو چيلنجونو دبشپړ جاج اخستو وروستو به ددې خبرې پريکړه کولى شي چې دې جگړه کې دهغوي څه رقم کردار پکار دى.

يمن کې خواؤشا دوه اوونۍ دمخه دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونو دحکومت مخالفه شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړي اؤ سعودي عرب دې عملياتو کې دپاکستان په گډون بيلا بيلو هيوادونو ته دشامليدو خواست کړى دى.

دسعودي ميډيا دعوه کوي چې پاکستان دسعودي عرب په خواست يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد روانو عملياتو کې دشامليدو پريکړه کړې ده.

پاکستان وائي دسعودي عرب دسيمه ييز سالميت اؤ خپلواکۍ ته دستونزو پيښيدو صورت کې به سخت ځواب وائي خو تر دې مهاله يې سعودي ته دپوځيانو ليږلو پريکړه نۀ ده کړې.

دپارلمان گډې غونډې ته دوينا په مهال دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف پخلى کړى چې سعودي عرب پاکستان څخه دفضائي، ځمکني اؤ سمندري پوځ مرسته غوښتې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG